پل علم (پژواک ٦ کب ٩٠): په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د يوه استازي زوى، د ناپېژانده وسلوالو له لوري وتښتول شو.
د لوګر دامنيه قوماندانۍ د جنايي مديريت نوکريوال څارمن خان اقا نن (د کب٦مه) پژواک اژنس ته وويل، چې دوى له يادې پېښې تېره شپه د يوه راپور له مخې خبر شوي دي.
د هغه په وينا، په راپور کې راغلي، چې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د استازي حاجي علي محمد زوى خالد،تېر ماښام په پنځه نيمو بجو د پل علم ښار د پادخواب شانې په سيمه کې تښتول شوى دى.
سرچينې څرګنده کړه، چې تر اوسه د تښتوونکو هويت نه دى په ډاګه شوى او په تړاو يې هم څوک نه دي نيول شوي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمدجان عابد پژواک ته وويل، چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د تښتول شوي کس يوه خپلوان عزيز پژواک ته وويل: ((وسلوال کسان، چې مخونه يې پټ وو، له دوو موټرو څخه راښکته شول او خالد يې په زور يووړ.))
د هغه په وينا، يو شمېر نورو وسلوالو تر هغو سړک بند کړى و، ترڅو چې يې موټرو حرکت وکړ.
پژواک له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېد، څو په دې اړه په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د استازي حاجي علي محمد نظر واخلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن