جلال اباد (پژواک ٦ کب ٩٠): په ننګرهار کې د پچيراګام د پوليسو له روزنيز مرکز څخه د لومړي سرحدي زون ٣٥٠ سرتېري فارغ شول.
د ختيځو ولايتونو د سرحدي پوليسو درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل د کب په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ٣٥٠ کسيزه ډله سرحدي پوليس له دوو مياشتو زده کړو وروسته د کورنيو چارو وزارت د سرحدي پوليسو په چوکاټ کې نن فارغ شول.
د ده په وينا، د زده کړو پر مهال د مجربو ښوونکو له لوري سرتېرو ته د وسلو د کارولو، د پولو د ساتنې مهارتونه، اسلامي او حقوقي زده کړې ورکړل شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((د لومړي زون سرحدي پوليس د هېواد له پولو په کلکه دفاع کوي او هيله من يم، چې نوي فارغ شوي پوليس به هم د سرحدي سيمو له اوسېدونکو سره ښې اړيکې وپالي.))
د لغمان د قرغيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سميع الله پژواک اژانس ته وويل، چې د سرحدي پوليسو ليکو ته په دې موخه راغلى، چې د هېواد له پولو ساتنه وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((ډېرو دوستانو راته وويل، چې ملي پوليسو ته ولاړ شم، خو ما ځکه ونه منله؛ چې سرحدي پوليس ډېر منظم دي.))
د يادونې ده، چې د امنيتي چارو د لېږد په دويم پړاو کې د کونړ، ننګرهار او نورستان چارواکو د سرحدي پوليسو د شمېر له کموالي شکايت کړى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن