ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګډو ځواکونو يو وسلوال مخالف وژلى او ١٥ نور يې ژوندي نيولي دي

author avatar
26 Feb 2012 - 14:02
author avatar
26 Feb 2012 - 14:02

ميدان ښار ( پژواک ٧ کب ٩٠ ) : افغان او ايساف ځواکونو په بېلا بېلو عملياتو کې يو تن وسلوال مخالف وژلى او ١٥ نور يې ژوندي نيولي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په  ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ايساف او افغان ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ياد شوي عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې دا عمليات د کندهار په ميوند، په کندوز  ښار او د بلخ په چهاربولک ، د ميدان  وردګو په نرخ ، د غزني په اندړو او  دلوګر په محمد آغې ولسواليو کې ترسره شوي دي.

ايساف ويلي، چې په دې عملياتو کې يو تن وسلوال مخالف وژل شوى او ګڼ شمېر نور يې ژوندي نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې ،چې په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره شپه د نرخ ولسوالۍ د صدمردې  او توکرک په سيمو کې ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې په دې عملياتو کې ايساف ځواکونو نهه تنه شکمن کسان له ځانه سره بيولي دي.

خو د والي وياند په دې اړه نور معلومات نه درلودل، چې ګوندې له دوى سره يې وسلې هم نيولي دي که نه ؟

د روح الله په نامه د صدمردې د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته په سيمه کې عمليات تاييد کړل، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.