ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سبزک کوتل د ترافيکو پرمخ خلاص شو

د سبزک کوتل د ترافيکو پرمخ خلاص شو

author avatar
28 Feb 2012 - 15:25
د سبزک کوتل د ترافيکو پرمخ خلاص شو
author avatar
28 Feb 2012 - 15:25

قلعه نو (پژواک ٩ کب ٩٠): د سبزک کوتل، چې هرات او بادغيس ولايتونه سره نښلوي، له دوو ورځو راهيسې د ترافيکو پر وړاندې پرانيستل شو.

دغه کوتل، چې د هرات او بادغيس ولايتونو يواځېنۍ مواصلاتي لار ده، دوه ورځې وړاندې د واورې اورېدنې او برفکوچونو له امله تړل شوى و.

د بادغيس د والي مرستيال پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کوتل نن (د کب٩مه) د قراردادي شرکت او د هسپانيې د پي ار ټي ځواکونو په مرسته بېرته خلاص شو.

د سبزک کوتل د پاکولو د قراردادي شرکت مسوول غلام يحيى اسلمي پژواک ته وويل، چې دوى برفکوچ پاک کړى، خو د دې احتمال شته چې په څو راتلونکو ورځو کې ياد کوتل يو ځل بيا د برفکوچونو له امله وتړل شي.

اسلمي څرګنده کړه، چې دوى د دوو بلدوزرونو او د پي ار ټي ځواکونو په مرسته کوتل بېرته د ترافيکو پر وړاندې پرانيست.

د هرات- بادغيس د لويې لارې يوه چلوونکي فخرالدين پژواک ته وويل، چې دوى ته نن په شپږ بجې او دېرشو دقيقو د تګ اجازه ورکړل شوه.

د هغه په وينا، اوس هم د برفکوچ احتمال شتون لري او مسوولين بايد جدي اقدامات په لاره واچوي، څو د برفکوچ په وخت کې له احتمالي مرګ ژوبلې مخنيوي وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بادغيس د والي مرستيال عبدالغني صابري پژواک ته په خبرو کې وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې به د کوتل د پاکولو لپاره له قراردادي شرکت سره قرارداد نوى کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ياد شرکت قرارداد به د کب په ١٥مه پاى ته رسېږي او دوى په پام کې لري، څو د فوايد عامې وزارت د هوکړې په صورت کې ياد قرارداد تمديد کړي.

د سبزک کوتل د بادغيس د مرکز په ٨٠کيلومترۍ کې موقعيت لري او ياد ولايت له هرات او له لوېدېځې حوزې سره نښلوي او ياده لاره له لوېدېځې حوزې سره د بادغيس يواځېنۍ مواصلاتي لار ده، چې په ژمي کې د واورې اورېدو له امله کله ناکله تړل کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.