ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د ١٦ کلنو لوبغاړو ملي لوبـډله تايلينډ ته ځي

author avatar
28 Feb 2012 - 17:14
author avatar
28 Feb 2012 - 17:14

کابل (پژواک ٩ کب ٩٠): ټاکل شوې ده ، چې د افغانستان د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو د کرکټ لوبډله په اسیایي چیلنج کپ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا د تایلینډ پر لور روانه شي.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند نصرت الله وفا د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسیایي چیلنج کپ سیالۍ سږ کال د تایلینډ په چینګ مای ښار کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې د افغانستان ترڅنګ متحده عربي امارات، چین، مالدیف، قطر او د بوټان لوبډلې ګډون کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش وایي، د افغانستان له خوا د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو لپاره لوبډله په خورا دقت سره جوړه شوې او پیاوړو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دى.

د نوموړي په وينا، د دې لپاره چې د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو لوبډلې ته غوره لوبغاړي لاره پیدا کړي، د افغانستان کرکټ بورډ څه موده وړاندې یوه ازاده ازموینه واخیسته او له دې لارې یې غوره لوبغاړي وټاکل.

د وفا د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د کب په ١٣مه، د شنبې په ورځ د مالدیف هزواد پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو په لوبډله کې دا لوبغاړي ګډون لري:

جاوېد احمدزی کپتان، شفیع محمد مرستیال کپتان، عبدالصبور، سید حکیم، پروېزخان، محمدطارق، ابراهیم ځدراڼ، عمران خان، اجمل کامه وال، شمس الرحمن، قیس احمد، یوسف ځاځی، نوین الحق او مسلم ځاځی.

په دې سفر کې ډاکټر نور علم فريد د لوبډلې د مدير (منېجر) او حاجي ولي امين د روزونکي په توګه له لوبډلې سره ملتيا کوي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.