ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ چارواکي او خلک له سيمه ييزو پوليسو خوښ دي

د کونړ چارواکي او خلک له سيمه ييزو پوليسو خوښ دي

author avatar
29 Feb 2012 - 12:59
د کونړ چارواکي او خلک له سيمه ييزو پوليسو خوښ دي
author avatar
29 Feb 2012 - 12:59

اسعد اباد ( پژواک ١٠ کب ٩٠ ) : د کونړ امنيتي چارواکي وايي ، چې  په درېيو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو له ګومارنې وروسته امنيت ښه شوى، خو ځايي اوسېدونکي د دوى د نورې ښې روزنې غوښتنه کوي.

د روان لمريز کال په لومړيو مياشتو کې د کونړ ولايت په درېيو ولسواليو نرنګ ،خاص کونړ، څوکۍ اوسرکاڼو کې سيمه ييزو پوليسو فعاليت پيل کړى دى.

د کونړ ولايت امنيه قوماندان عوض محمدنذيري وايي ، چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له برياليتوب اولاسته راوړنو وروسته دوى په نرنګ ،څوکۍ اوسرکاڼو ولسواليو کې هم نږدې شپږسوه سيمه ييز پوليس په دندو ګومارلي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييز پوليس ملي پوليسوسره اوږه په اوږه دامنيتي حالت په ښه والي کې مرسته کوي.

نوموړى زياتوي ، چې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کېدو سره اوس ددې ولسواليو امنيت تر ډېره بريده ښه شوى دى.

مل پاسوال عوض محمدنذيري وايي : ((په څوکۍ ولسوالۍ کې دوه سوه ،په نرنګ کې يو سل شيته تنه او سرکاڼو ولسوالۍ کې مو دوه سوه شپيته تنه سيمه ييز پوليس په دندو ګومارلي دي. ))

په ولسي جرګه کې د کونړ استازى صالح محمدصالح د هېواد د نورو سيمو په پرتله په کونړ کې د سيمه ييزو پوليسو ښې لاسته راوړنې په دې ولايت کې د مېشتو قومونو يووالى په ګوته کوي .

د هغه په وينا، کونړ له داسې قومونو جوړشوى ، چې څوک داجرئت نه شي کولى ، چې په ورانۍ لاس پورې کړي اويوقوم په بل قوم باندې د لاس اوچتولو جرئت وکړي.

ده زياته کړه : ((که څوک په ورانۍ لاس پورې کړي، نوپه ګډه يې مخه نيولى شو او د قومي تړون له مخې پرې درنه ناغه ايښودل کيږي .)) 

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي بيا په دې ولايت کې سيمه ييز پوليس د امنيت په راوستلو کې له نورو امنيتى ځواکونو سره ځکه ګټور بولي، چې په دې ولايت کې سيمه ييز پوليس په هره ولسوالۍ کې د ټولو مېشتو قومونو په خوښه او تقسيم ټاکل کيږي .

هغه پژواک اژانس ته وويل ، کله چې څوک په يوه سيمه کې په خپله خوښه يوه څوک په يوه کار وګوماري تراخره يې ملاتړکوي .

وحيدي زياتوي  ، چې کونړد هيواد دنورو ولايتونوپه څېر نه دى، چې د سيمه ييزو پوليسو واک ټولو پخوانيو جهادي قوماندانانو ته سپارل شوى وي ، په کومو ولسواليوکې، چې سيمه ييز پوليس  ټاکل شوي ، ټول ولسي خلک دي.

والي  وويل : (( ددوى په ليکو کې هېڅ پخواني وسلوال نه دي شامل .))

د نرنګ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمد ماهر وايي ، چې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کېدو سره تر ډيره امنيت ښه شوى  او اوس طالبان نه شي کولى ، چې لارو ته راووځي او خلک له ستونزو سره مخ کړي.

هغه  ټينګاروکړ ، چې سيمه ييز پوليس بايد ترښې روزنې وروسته په دندو وګومارل شي.

دى وايي چې پخوا  طالبان لارو ته راوتل او پولګوټي يې الوځول، خو له کله راهيسې، چې سيمه ييز پوليس راغلي، داسې پېښې لږ شوې دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالحق بيا وايي ، چې په سيمه ييزو پوليسو کې ټول هغه بې روزګاره ځوانان ځاى پرځاى شوي، چې په کليو او کوڅوکې به خوشې ګرځېدل .

د هغه په وينا، په سرکاڼو ولسوالۍ کې به څوک دسهاراو ماخوسوتن لمونځ کولولپاره جومات ته نشواى تلاى ،ځکه چې د وسلوالو لخوا تښتول کېدل .

نوموړي زياته کړه : ((خو له کله راهيسې چې سيمه ييز پوليس زموږ په ولسوالۍ کې رامنځته شوي، اوس هيڅ مسئله نشته اوخلک داسې ژوندکوي لکه څلويښت کاله وړاندې حالت چې وو.))

نوموړي له اړونده چارواکيو وغوښتل ، چې د سيمه ييزو پوليسو روزنې او تجهيز ته ډېره پاملرنه وکړي.

د کونړ چارواکي او اوسېدونکي په داسې حال کې د سيمه ييزو پوليسو له فعاليت څخه خوښ دي، چې د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې ځايي اوسېدونکي بيا له سيمه ييزو پوليسو څخه سرټکوي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.