ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميا افتخار: په پاکستان کې يو ځانمرګى په دوه ميليونه کلدارو خرڅېږي

ميا افتخار: په پاکستان کې يو ځانمرګى په دوه ميليونه کلدارو خرڅېږي

author avatar
1 Mar 2012 - 12:47
ميا افتخار: په پاکستان کې يو ځانمرګى په دوه ميليونه کلدارو خرڅېږي
author avatar
1 Mar 2012 - 12:47

پېښور (پژواک ١١ کب ٩٠): د پاکستان دخيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو او ترانسپورټ وزير ميا افتخار حسين وايي، چې په پاکستان کې يو ځانمرګى بريدکوونکى په دوه ميليونه پاکستانۍ کلدارو پلورل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د مېدوتيک افغانستان په نوښت د هغې غونډې په پاى کى وکړې، چي د دواړو هېوادونو د ژورنالېستانو ترمنځ په پېښور کې جوړه شوې وه او پرون پاى ته ورسېده.

ميا افتخار زياته کړه، چې که په افغانستان کې د جګړى لمبې مړې نه شي، په پاکستان کې سوله ناشونې ده.

نوموړي د دواړو هېوادونو په ژورنالېستانو غږ وکړ، چې د خپل ملي پايښت په موخه دې د سولې ژورناليزم دود کړي.

د اطلاعاتو وزير وويل، چې جګړې په سيمه کې سوداګريزه بڼه غوره کړې ده.

ده زياته کړه:((اوس په وزيرستان کې ځانمرګى بريدګر په شل لکه روپۍ خرڅېږي، خو خوښه د اخيستونکي ده، چې مسلمان پرې وژني او که کافر.))

ميا افتخار حسين وويل، چې انسان وژونکى او ترهګر د انسانيت دښمنان دي.

نوموړي خبردارى ورکړ، چې ترڅو امريکا، پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ګډه باوري تګلاره جوړه نه کړي، په سيمه کې ټيکاو نه شي راتلاى.

د پښتونخوا دغه وزير زياته کړه: ((امريکا ځکه په سيمه حاکمه ده، چې موږ ورته روس د اسلام په چړې حلال کړ.))

د ده پر وينا، د جګړې وروستى حل خبرې اترې دي، نوموړي طالبان په دې وغندل، چې په قطر کې له امريکا سره مذاکرات روان کړي، خو خپل خلک وژني او خبرې ورسره نه کوي.

د ده په عقيده، انفرادي مذاکرات سوله نه شي ټينګولاى.

ميا افتخار افغانستان خپل لوى کور او وياړ وباله او زياته يى کړه: ((موږ د خپلې خاورې د بقا لپاره جنګ کوو، خو افغانستان مو اصلي هډ دى.))

د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير وويل، چې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه ترهګري د ورکېدو پر ځاى پياوړې کوي.

نوموړي د سيمې له هېوادونو وغوښتل، چې په ترهګرو کې دې خپل او پردى نه پيداکوي.

ميا افتخار وويل، چې که څوک په افغانستان کې وينه تويېدل غواړي، نو په پاکستان کې امن ټينګول يې د خوب لېدل دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.