ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوروز منګل : د غوراوي په سياليو کې يوه نوي پلان سره ګډون کوو

نوروز منګل : د غوراوي په سياليو کې يوه نوي پلان سره ګډون کوو

author avatar
1 Mar 2012 - 15:18
نوروز منګل : د غوراوي په سياليو کې يوه نوي پلان سره ګډون کوو
author avatar
1 Mar 2012 - 15:18

کابل ( پژواک ١١ کب ٩٠ ) : د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل وايي ، چې دوى د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره بشپړ چمتوالى نيولى او له يوه نوي پلان سره په کې ګډون کوي.

د شل اووريز نړيوال جام سيالۍ، چې ټاکل شوې ده،د روان زېږديز کال د سپتمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ د کب په ٢٣مه، په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ، چې پکې ١٦ لوبـډلې به برخه ولري.

له دې شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه  غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې برخه اخلي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې کپتان نوروز خان منګل وايي ، چې دوى د غوراوي سياليو لپاره بشپړ تيارى  نيولى دى.

هغه د کب په ١١مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوى له تېرو لسو ورځو راهيسې د هېواد دننه تمرينات کول او له سياليو مخکې لس ورځې به په متحده عربي اماراتو کې تمرينات ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه ، چې د افغانستان کرکټ بورډ له پخواني روزونکي کبير خان سره يو ځل بيا تړون لاسليک کړى او د هغه له ښې روزنې سره به ددوى لوبډله هم نوره هم ښه شي.

دغه راز د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې ددوى لپاره يې د بيټنګ ( توپ وهنې) په برخه کې ځانګړى هندى روزونکى ګومارلى دى.

منګل زياته کړه : (( ددغو دوو روزونکو له روزنې سره به زموږ په لوبه کې خامخا مثبت تغير راشي.))

هغه وايي ، چې تېره مياشت په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان له پياوړې لوبډلې سره په ترسره شوې لوبه کې ددوى لوبغاړو ښه تجربه او روزنه ترلاسه کړه.

د منګل په وينا، دغه لوبه که څه هم پاکستان وګټله، خو افغان لوبغاړو په دې لوبه کې خپله وړتيا وښودله  او نړيوالو ته يې دا وښوده، چې افغان لوبډله له پياوړو لوبډلو سره هم ښه لوبه کولى شي.

نوموړي وويل  : (( څومره چې موږ ته له پياوړو او دلومړۍ درجې دريځ لرونکو هېوادونو سره د لوبو چانس راکړل شي، همدومره زموږ تجربه زياتېږي او لوبه مو هم ښه کېږي. ))

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي ، چې دوى د غوراوي په سياليو کې ګډون کوونکي لوبـډلې کمزورې نه بولي او هرې لوبډلې سره د يوه نوي پلان له مخې لوبه کوي.

هغه زياته کړه : (( موږ هره لوبه لکه د پاى لوبې په څېر ګڼو او هره لوبه جدي ګڼو،دې ته نه ګورو، چې کومه لوبـډله کمزورې ده او کومه پياوړې.))

خو نوروز منګل داهم وويل ، چې په دې سياليو کې د ايرلينډ، کاناډا، سکاټلينډ، هالينډ   او متحده عربي امارات هغه لوبډلې دي  ، چې دوى ته ستونزې جوړولى شي.

ټاکل شوې ده ، چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله سباته د متحده عربي اماراتو پر لور  وخوځيږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.