ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د تنکيو ځوانانو لوبډلې مالديپ ته سخته ماتې ورکړه

د کرکټ د تنکيو ځوانانو لوبډلې مالديپ ته سخته ماتې ورکړه

author avatar
3 Mar 2012 - 15:17
د کرکټ د تنکيو ځوانانو لوبډلې مالديپ ته سخته ماتې ورکړه
author avatar
3 Mar 2012 - 15:17

کابل( پژواک ١٣ کب ٩٠ ):دافغانستان د کرکټ د ١٦ کلنو ځوانانو لوبډلې د اسيايي چيلنج کپ سياليو په لومړنۍ لوبه کې مالديپ  ته سخته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او په خپله يی د لوبې کولو پرېکړه وکړه .

هغه زياته کړه ،چې د افغانستان دتنکيو ځوانانو لوبډلې په ټاکل شويو ۴۰  اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۳ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۳۵۴ منډو هدف وټاکه .

د وفا په وينا، دافغانستان له لوري د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډلې کپتان جاوېد احمدزي د يوې سليزې په پوره کولو سره ډېره په زړه پورې لوبه و کړه او ۱۶۱ منډې يې جوړې کړې.

جاوېد احمدزى لومړنۍ ځوان دی ، چې د اسيايي چيلنج کپ سياليو په تاريخ کې  يې سليزه ووهله .

د نوموړي په وينا، د دغې لوبې په لړ کې د افغانستان له لوري پروېز خان ۷۴ منډې ، طارق خان ۶۴ منډې  او عبدالصبور اخندزاده  ۲۵ جوړې کړې.

د کرکټ بورډ وياند وويل ، چې د مالديپ لوبډلې ياد شوى هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٢٢ اورونو کې يواځې په ٣٧ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د٣١٦ منډو په توپير سره وګټله.

دى وايي چې د افغانستان له لوري په توپ ا چونه (بالنګ) کې نوين الحق د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي، قيس احمد ۳ ، ابراهيم ځدراڼ ۲ او مسلم ځاځي يو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د ١٦ کلنو لوبغاړو د ملي لوبډلې کپتان جاوېد احمدزى ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله دويمه لوبه سبا د بوتان پر وړاندې ترسره کړي.

دافغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش په دې بريا خوښي څرګنده ، لوبغاړو او هېوادوالو ته يې مبارکي ورکړه.

نوموړي هيله وښوده ،چې د تنکيو ځوانانو لوبډله به له تايلينډ څخه اتلولي راوړي.

په دې سياليو کې د افغانستان ترڅنګ متحده عربي امارات، چین، مالدیپ، قطر او د بوتان لوبډلې برخه لري.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.