جلال اباد ( پژواک ١٣ کب ٩٠ ) : د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې نن سهار چاودنې د يوې کور څلور غړي ووژل.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي نن ( کب ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه سهار اته بجې د مملې په کلي کې په يوه سراچه موټر رامنځ ته شوې، چې په پايله کې يې يوتن له خپلو درې ورېرونو سره وژل شوى دى.
د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خيالي ګل په نوم د نظم عامې پوليسو يو افسر، چې له خپل تره او دوه وروڼو سره په موټر کې ناست و، کور ته څېرمه يې موټر پر ماين ختلى او چاودنه رامنځ ته شوې، چې له امله يې څلور واړه ځاى پرځاى ووژل شول .
د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې هم په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوه قومي مشر په موټر د ماين چاودنه رامنځته شوې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن