جلال اباد (پژواک ١٥ کب ٩٠): د ننګرهار د کانال د پراختيا رييس وايي، چې د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي اباد د دريم فارم پر پنځه سوه جريبه ځمکه يې د زيتون او ستروسو د نيالګيو اېښودنه د کب په ١٥مه پيل کړه.
د کانال د پراختيا رييس انجنير زيارت ګل راحل پژواک خبري اژانس ته وويل، د نيالګيو د کرلو په حشر کې ورسره د ښونځيو ١٠٠ تنو زده کوونکو او لوبغاړو برخه درلوده.
نوموړى زياته کړه، چې د دريو اونيو په ترڅ کې به پر سل جريبه ځمکه د نارنجو، پر ٦٠ جريبه د زيتون او پر ٣٤٠ جريبه ځمکې د مالټو نيالګي کېنوي.
د ننګرهار د فارمونو د ساتونکو پوليسو د کنډک مشر سرڅارمن شاه زمان پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې يې هغه وروستۍ نا ارامۍ له منځه وړې دي، چې د غازي اباد په فارمونو کې وسلوالو مخالفينو او يو شمېر غلو را پيدا کړې وې.
د حصار شاهي کمپ د لېسې يوه استاد قاري عبيد ابراهيم خېل پژواک ته وويل، چې د هېواد د زرغونولو په موخه د دوى د ښوونکو او زده کوونکو دېرش کسيزه ډله به تر دريو اونيو له کانال رياست سره په غير رسمي وخت کې د نيالګيو په اېښودلو کې مرسته وکړي.
د يادونې ده، دوه مياشتې وړاندې وسلوالو مخالفينو د يوه پوليس په ګډون د دغو فارمونو درې بزګر پر ډزو وژلي وو.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن