ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د قربانيانو له ٣٢ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
6 Mar 2012 - 15:00
author avatar
6 Mar 2012 - 15:00

کندهار (پژواک ١٦ کب ٩٠): د کندهار ښار له ٣٢ هغو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه، چې غړو ته يې په ماين چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتي وه.

په دې اړه د کندهار ولايت د مقام د غونډو په تالار کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار ولايت د مرستيال عبدالقديم پتيال ترڅنګ يو شمېر چارواکو او د زيانمنو شوو کورنيو غړو برخه اخيستې وه.

د کندهار د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو ٣٢ کورنيو ٧ غړي د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د ماين په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، هرې کورنۍ ته د ټپي وګړي پر سر ٥٠ زره افغانۍ او د وژل شوي پر سر ١٠٠زره افغانۍ د مرستې په توګه ورکړل شوې.

د نوموړي په وينا، دغه مالي مرسته د جمهوري رياست له ٩٠ کوډ څخه شوې، چې د ولسمشر له خوا د جګړې او چاودنو له قربانيانو سره د مرستې لپاره پرانيستل شوى دى.

پتيال د مرسته شوو کورنيو له غړو سره د ليدنې پر مهال وويل، چې مرکزي او ولايتي اداره هغه کسان له ياده نه باسي، چې د تروريستي  پېښو پر مهال يې ځاني زيان ليدلى دى.

د احسان الحق په نوم د کندهار ښار د اومې ناحيې اړوند د ميروېس مېنې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال يې د ماين په چاودنه کې، چې پر پوليسو شوې وه، خپل يو ورور له لاسه ورکړ.

هغه وويل: ((که څه هم زما د ورور د مرګ په بدل کې دا ډېره لږه مرسته ده، خو دغه لاسنيوى تر يوه بريده زموږ مايوسي لرې کوي او موږ ته ډاډ راکوي، تر څو پر خپل حکومت باور او اعتماد وکړو.))

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د جګړو نور قربانيان دې هم په ورته توګه تشخيص او له هغوى سره دې مالي مرسته وشي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.