ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې طالبان او ٢٧ مشکوک کسان ونيول شول

درې طالبان او ٢٧ مشکوک کسان ونيول شول

author avatar
7 Mar 2012 - 15:18
درې طالبان او ٢٧ مشکوک کسان ونيول شول
author avatar
7 Mar 2012 - 15:18

زرنج،فراه ښار ( پژواک ١٧ کب ٩٠): په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اکمالاتو مسوول له خپلو دوو همکارانو سره او په فراه ولايت کې ٢٧ شکمن کسان د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول.

د نيمروز ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد موسى رسولي نن د (کب ١٧مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو تېره شپه په زرنج ښار او خاشرود ولسوالۍ کې د دوو عملياتو په ترڅ کې درې طالبان ونيول.

هغه زياته کړه چې د هلمند ولايت اوسېدونکى او په نيمروز ولايت کې د طالبانو د اکمالاتو مسوول ملا مرجان په نيول شويو کسانو کې شامل دى، چې په خاشرود ولسوالۍ کې نيول شوى او دغه راز يې بيا دوه همکاران په زرنج ښار کې د پوليسو لخوا ونيول شول .

 رسولي وويل چې دغه درې تنه يوه مياشت مخکې نيمروز ته استول شوي وو او هغوى ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د اشپز په وژنې،د نيمروز ولايت د ملګرو ملتونو د کډوالو او راستنېدونکو ادارې په نماينده ګۍ او د ملي امنيت پر رياست د لاسي بمونو په غورځولو تورن دي، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شول او همدارنګه په زرنج ښار کې دوه پوليس ددې کسانو لخوا وژل شوي دي .

سمونوال رسولي زياته کړه چې له دې کسانو څخه يو ميل تومانچه ، يو لاسي بم او د کلاشينکوف ٥٠٠ مرمۍ د پولسيو منګولو ته لوېدلې دي.

هغه زياته کړه چې نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو څېړنو کې خپل جرم منلى دى.

د نيمروز د امنيه قوماندان د اشپز جمعه خان مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل : ” خاوند مې ٢٥ ورځې مخکې هغه مهال په زرنج ښار کې ديوه موټر سايکل سپاره طالب لخوا ووژل شو، چې له سرتېرو پاتې ډوډۍ يې خپلو  اولادونو ته راوړله. “

هغې زياته کړه چې خاوند يې سرتېرى نه و او له مجبوريت څخه يې اشپزي کوله.

ديوه بل خبر له مخې، افغان او بهرنيو امنيتي ځواکونو د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په لړ کې ٢٧ شکمن کسان نيولي او درې ميله کلاشينکوفونه او يو اندازه نشه يي توکي يې ترلاسه کړي دي. 

د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن زاهد نن د (کب ١٧مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات دوه ورځې مخکې د بالابلوک ولسوالۍ د ناامنه سيمو د تصفيې په موخه پيل شوي وو.

هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې ٢٧ شکمن کسان نيول شوي ، درې ميله کلاشينکوفونه او ٧٠ کيلوګرامه ترياک دګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.