ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بوديجې طرحه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د تصويب لپاره وړاندې کيږي

د بوديجې طرحه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د تصويب لپاره وړاندې کيږي

author avatar
7 Mar 2012 - 16:00
د بوديجې طرحه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د تصويب لپاره وړاندې کيږي
author avatar
7 Mar 2012 - 16:00

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٠): د راتلونکي کال د بوديجې طرحه ، چې نن د ولسي جرګې په کمېسيونونو کې پرې بحث وشو، د کب په ٢٤مه د جرګې عمومي غونډې ته د تصويب لپاره وړاندې کيږي.

د ولسي جرګې د ماليې او بوديجى کمېسيون رييس اميرخان يار پژواک خبرې اژانس ته وويل چې په کمېسيونونو کې پر بوديجې د بحث په موخه د جرګې نننۍ عمومي غونډه نه وه جوړه شوې.

ده په داسې حال کې ،چې ويل يې د جرګې د کمېسيونونو په نننيو بحثونو کې به د بوديجې نيمګړتياوې په نښه شي، زياته کړه : ((زما له نظره په بوديجه کې داسې کمى نشته ، چې له مخې يې موږ له جرګې څخه د بوديجې د رد غوښتنه وکړو.))

دده په وينا،ولسي جرګه هڅه کوي ، چې ژر بوديجه تر دقيقې مطالعې وروسته تصويب کړي ، ترڅو حکومت د بوديجې په برخه کې له ستونزو سره مخ نشي .

د راتلوونکي مالي کال د بوديجې طرحه د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د کب په ٦ مه ولسي جرګې ته د تصويب په موخه وړاندې کړه.

 د زاخېلوال د څرګندونو له مخې،دغه وزارت د ماليې، بوديجې او لګښتونو په قانون کې د تعديل له مخې، د ١٣٩١ کال د نهو مياشتو لپاره ١٣٤،٣ ميليارده افغانۍ عادي او ١١٠ ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه په پام کې نيولې ده.

ولسي جرګې د تلې په ٢٥مه د ياد شوي تعديل پرېکړه کړې،چې له مخې به يې د افغانستان مالي کال، چې تراوسه د وري په لومړۍ نېټه پيلېده، د مرغومي په لومړۍ نېټه پيلېږي.

د چارواکيو په وينا، د ژمي په لومړۍ مياشت کې د مالي کال پيلېدل دا ګټه لري، چې په ژمي کې د ډېرو پروژو کارونه د سړې هوا له امله ځنډېږي او د کار د موسم تر رسېدو د بوديجې د جوړېدو او تصويب پړاوونه وهل کېږي.

د ماليې وزير ويلي، چې د راتلونکي کال بوديجه ځکه د نهو مياشتو لپاره جوړه شوې ؛ چې د روان کال بوديجه د پخواني مالي کال له مخې، د يو کال لپاره ( د وري له پيل څخه د کب تر پايه ) جوړه شوې او بايد ولګول شي.

د روان کال پراختيايي بوديجه ٨٠ ميليارده افغانۍ او عادي بوديجه ١٥٠ميليارده افغانۍ وه.

د اساسي قانون د ٩٨مې مادې له مخې، د دولت بوديجه او د حکومت پرمختيايي پروګرام د مشرانو جرګې له لارې له مشورتي نظريې سره يوځاى ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.

 په دې ماده کې راغلي، چې د ولسي جرګې پرېکړه پرته له دې، چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر له توشيح وروسته عملي ګڼل کېږي.

د يادونې ده، چې مشرانو جرګې د کب په دويمه له خپل مشورتي نظر سره يوځاى د راتلوونکي کال بوديجه تاييد کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.