ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابينې نهو وزيرانو لوړه وکړه

د کابينې نهو وزيرانو لوړه وکړه

author avatar
7 Mar 2012 - 16:26
د کابينې نهو وزيرانو لوړه وکړه
author avatar
7 Mar 2012 - 16:26

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٠): د کابينې نهو وزيرانو چې په دې وروستيو کې يې له ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کړه، نن د ولسمشر پر وړاندې د وفادارۍ لوړه وکړه.

دا خبر په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې نن د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د دغو وزيرانو چې د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل، د مخابرات او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير اميرزی سنګين، د ښځو د چارو وزيره حسن بانو غضنفر، د عامې روغتيا وزيره ډاکټره ثريا دليل، د ترانسپورت او هوايي چلند وزير داوود علي نجفي، د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن، د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد، د ښار جوړولو او مسکن وزير حسن عبداللهي او د کليو د پراختيا وزير ويس احمد برمک په کې شامل دي، د لوړې مراسم نن تر غرمې وړاندې په ارګ کې ترسره شول.

ياد شوې وزيران په دې مراسمو کې چې د ولسمشر مرستيالان هم په کې وو، لوړه وکړه چې خپلې دندې به د اسلام د مقدس دين د اساساتو، د اساسي قانون او نورو قوانينو په رڼا کې او د هېواد د وګړو د حقونو په ساتنې سره ترسره کوي.

دغو وزيرانو لوړه وکړه چې د هېواد خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو د ملي يووالي ساتنه به کوي او په ټولو چارو کې به الله حاضر ګڼي او خپلې ورسپارل شوې دندې به په پوره رښتينولۍ ترسره کوي.

د حکومت ټولو نهو کانديد وزيرانو د کب په ١٥مه، وکولاى شول چې له ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده چې محمد اسماعيل، اميرزى سنګين، ثريا دليل، حُسن بانو غضنفر، عبيدالله عبيد، ويس احمد برمک  او داوود على نجفي هغه کسان دي چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د همدې وزارتونو لپاره کانديدان شوي وو؛ خو له ولسي جرګې څخه يې د باور رايه ترلاسه نه شوى کړاى.

جرګې د خپلو کورنيو دندو د اصولو پربنسټ د رد شويو وزيرانو لپاره رايه نه شوى ورکولاى؛ خو وکيلانو په خپلو اصولو کې بدلون راوست، ترڅو دې کسانو ته د رايې ورکونې لپاره زمينه برابره کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.