ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې تنه د ځانمرګو له واسکټونو سره ونيول شول

درې تنه د ځانمرګو له واسکټونو سره ونيول شول

author avatar
8 Mar 2012 - 14:06
درې تنه د ځانمرګو له واسکټونو سره ونيول شول
author avatar
8 Mar 2012 - 14:06

فيض اباد (پژواک ۱۸ کب ٩٠): د بدخشان په فيض اباد ښارکې ايساف ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې درې تنه، چې ويل کېږي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي دي، له چاودېدونکو توکو او ځانمرګو واسکټونو سره نيولي دي.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد، نن (د کب ١٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره نيمه شپه د فيض اباد ښار د لومړۍ ناحيې د قلعه قاضي په سيمه کې ترسره شوي دي.

د ده په وينا، دغه عمليات د عبدالغفور په نوم د يوه تن پر کور ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې د عبدالغفور نومي زوى له دوو تنو نورو سره نيول شوي او د ايساف له خوا وړل شوي دي.

د بدخشان د ملي امنيت د رياست يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، له دغو کسانو د ځانمرګي بريد يو واسکټ، له چاودېدونکو توکو ډک يو ديګ بخار، ٦٠ متره ثانيه سوځېدونکى لين او يوه اندازه نور چاودېدونکي توکي ترلاسه شول.

نوموړي څرګنده کړه چې د عبډالغفار له زوى پرته په دغو عملياتو کې د نيول شوو دواړو نورو کسانو پېژندنه څرګنده نه ده.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم پژواک ته د يوې خبر پاڼې په را استولو سره دغه عمليات تاييد کړي، خو څرګنده کړې يې ده، چې په دغو عملياتو کې دوه تنه د فيض اباد اړوند سيمه کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه دوه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي دي او د ترهګرو د

يوه مشر د نيونې په موخه، چې په بدخشان او کندوز ولايتونو کې په بم اېښودنه کې لاس لري، په پيل شوو عملياتو کې نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په فيض اباد ښار کې د ايساف ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې له وسلوالو طالبانو سره د همکارى په تور دوه تنه شکمن په فيض اباد ښار کې نيول شوي وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.