ترينکوټ (پژواک ١٨ کب٩٠): د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر يوه پوسته بريد کړى او نهه سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.
د دغه ولايت مطبوعاتي دفتر د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ د چارچينو ولسوالۍ د اوشي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې وسلوالو طالبانو په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى او نهه تنه يې وژلي دي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس ابراهيم اخندزاده له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې وسلوالو طالبانو د چارچينو ولسوالۍ اړوند په داشي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
نوموړي، که څه هم سيمه ييزو پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلى وکړه، خو په اړه يې کره معلومات ورنه کړل.
خو د ولايتي شورا يوه غړي او د چارچينو اوسېدونکي حاجي نعيم خان بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پوسته کې يوه کس له وسلوالو طالبانو سره لاس درلوده او د هغه په مرسته طالبانو پر يادې پوستې بريد کړى دى.
د چارچينو د پراختيايي شورا رييس جمعه ګل پژواک ته وويل، چې په دغه بريد کې ٩ سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو ورک دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي له نامعلوم ځايه پژواک ته د ټيلېفون په کرښه وويل، چې په داشي سيمه کې د دوى وسلوالو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى او لس تنه يې وژلي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن