ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې درې طالب قوماندانان ووژل شول

په کونړ کې درې طالب قوماندانان ووژل شول

author avatar
8 Mar 2012 - 15:30
په کونړ کې درې طالب قوماندانان ووژل شول
author avatar
8 Mar 2012 - 15:30

کابل ښار (پژواک ١٨ کب ٩٠): د ملي اردو کومانډو وايي، چې دکونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې درې طالب قوماندانان وژل شوي او د هغوى اته کسان ټپيان دي.

د ملي اردو دکوماندو لوا د عامه چارو امر تورن اسدالله نن (د کب ١٨مه) پژواک ته وويل، چې ياد قوماندانان د چاڼيزو عملياتو کې په ترڅ کې، چې تېره ورځ د سرکاڼو ولسوالۍ د جنګل په کلي کې ترسره شول، و وژل شول.

هغه ياد قوماندانان د فضل اکبر، ضياء الرحمن او سازولي په نومونو ياد کړل او زياته يې کړه،د يادو عملياتو په ترڅ کې، چې يو ساعت يې دوام وکړ، اته نور وسلوال طالبان ټپيان شول.

د تورن اسدالله په وينا،ياد عمليات د سيمې د اوسېدونکو په غوښتنه په لاره اچول شوي وو او د کوماندو لوا منسوبينو ته زيان نه دى اوښتى.

د کوماندو لوا د عامه چارو امر وويل، چې له عملياتو وروسته سيمه د کوماندو لوا له لوري تلاشي شوه او په ترڅ کې يې يوه اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه شول.

وسلوالو طالبانو د خپلو قوماندانانو د وژلو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې طالبانو دايساف پر ګزمې د سرکاڼو ولسوالۍ د سندري په سيمه کې بريد کړى، يو ټانک يې ويجاړ کړى او دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

تر اوسه په دې اړه ايساف څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت هم د هلمند او کندهار ولايتونو په کجکي او پنجوايي ولسواليو کې د ملي اردو د کوماندو د عملياتو په ترڅ کې ١٣وسلوال مخالفين وژل شوي وو او د هيرويينو د توليد دوه فابرېکې يې ويجاړې شوې وې.

د ملي اردو کوماندو ځواک په ١٣٨٤کال کې رامنځته شو او دمګړۍ يې د منسوبينو شمېر څه باندې ٩زره کسانو ته رسېږي.

 

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.