جلال اباد (پژواک ٢١ کب ٩٠): د ننګرهار د کرنې رياست يو مامور نن سهار د ناپېژانده وسلوالو له خوا و وژل شو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمد حسين ساپي د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اته ويشت کلن عاشق الله ملکيار د کرنې رياست د نباتاتو ساتنې په مديريت کې دنده درلوده.
هغه زياته کړه، چې نوموړى لغمان ولايت ته په رخصتى تللى و، چې تېر ماخوستن د مهترلام اړوند سيمه کې و وژل شو.
د لغمان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار محمدداوود بارکزي پژواک ته وويل، چې عاشق الله ملکيار تېر ماخوستن د خپل خسر کلي ته، چې چل مټى نوميږي، په لاره پلى روان و، چې ناپېژانده وسلوالو پر ډزو وژلى دى.
نوموړي زياته کړه، ښايي د ملکيار وژنه شخصي خصومت او يا دښمني وي.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د دغه ولايت په قرغيو ولسوالۍ او مهترلام کې درې مرموزې وژنې شوې وې.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن