اسلام اباد (پژواک ٢١ کب ٩٠): د افغانستان پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې په خيبر ايجنسۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې د يوه افسر په ګډون څلور سرتېري او ٤٠ وسلوال وژل شوي دي.
دا نښته تېره شپه ناوخته د خيبر ايجنسۍ د باړې په عالم ګودر او د کلنګه په سيمه کې رامنځته شوې ده.
په خيبر ايجنسۍ کې يوه دولتي چارواکي، چې دنوم له اخيستو يې ډډه کوله، د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو په عالم ګودر سيمه کې د پوځ پر يوه کاروان بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه بريد کې د يوه افسر په ګډون څلور سرتېري و وژل شول او اوه نور ټپي شوي دي.
دغه دولتي سرچينه وايي، چې د پوځ له خوا په ځوابي هوايي او ځمکنيو عملياتو کې تر ٤٠ پورې وسلوال و وژل شول او لسګونه نور ټپي شوي دي.
د عزيزالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په بېلابېلو سيمو کې د توپونو د مرميو لګېدو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون اته عام وګړي هم وژل شوي او تر ١٥ پورې نور ټپي شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دې جګړې له امله ګڼ شمېر خلک له سيمې بې ځايه شوي هم دي.
د فاروق افريدي په نوم يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې دا نښته پرون مازديګر پيل او تر شپږو ساعتونو پورې يې دوام درلود.
د نوموړي په وينا، وسلوالو مخالفينو په دې نښته کې له درنو وسلو هم کار اخيستى او دولتي ځواکونو د هغوى پر مورچو هوايي بريدونه وکړل.
هغه وايي، چې په دې سيمه کې د لشکر اسلام، انصار الاسلام او تحريک طالبان په نومونو درې د دولت مخالفې وسلوالې ډلې فعاليت لري، خو دا معلومه نه ده، چې په دې نښته کې کومې ډلې برخه اخيستې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن