ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: امريکا په وروستۍ پېښو سره ځان ته د وتلو پلمه لټوي

شنونکي: امريکا په وروستۍ پېښو سره ځان ته د وتلو پلمه لټوي

author avatar
12 Mar 2012 - 13:47
شنونکي: امريکا په وروستۍ پېښو سره ځان ته د وتلو پلمه لټوي
author avatar
12 Mar 2012 - 13:47

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د سياسي چارو د يو شمېر کارپوهانو په اند، وروستۍ پېښې څرګندوي، چې امريکايان غواړي، افغانان دې ته اړ کړي چې په يو غږ د دوى د وتلو غوښتنه وکړي.

يوه امريکايي سرتېري د پنجوايي ولسوالۍ د يوه کلي په څو کورونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ تنه وژلي او پنځه نور يې ټپي کړي دي.

د سياسي چارو د يو شمېر شنونکو په باور د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د پرون ورځې پېښه او څو ورځې مخکې د قران کريم سوځونه هغه پېښې دي، چې د افغانانو احساسات راپاروي او له مخې يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده پژواک اژانس ته وويل، چې د امريکا متحده ايالتونه اوس په افغانستان کې خپل ماموريت نه شي کنټرولولاى او نه پوهېږي، چې څنګه يې مهار کړي.

د هغه په وينا، له څه مودې راهيسې امريکايانو داسې کارونو او کړنو ته لاس اچولى، چې پر هغې افغانان راپاريږي او د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې حساسيت څرګندوي.

مژده زياته کړه: ((تېره ورځ په کابل کې د انګلستان سفير په ډاګه وويل، چې موږ په افغانستان کې په خپل ماموريت کې پاتې راغلو او دا نظر په خپله د امريکا هم دى.))

د ده په خبره، د امريکا په سياست کې هم اوس مهال ثبات نشته او نه شي کولاى، چې د افغانستان په اړه يوه غوڅه او پرېکنده پاليسي ولري.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار هم پژواک اژانس ته وويل، چې امريکايانو له دې ډول پېښو سره، چې د مسلمانانو احساسات راپاروي، له افغانستان څخه د وتلو پلمه پيدا کوي.

د هغه په وينا، امريکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپلې ماتې ته د خټو پوزه جوړه کړي او د سر او مال په زيان کې کمښت راولي.

ده زياته کړه، چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما تل وايي، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه به وروسته هم په افغانستان کې امريکايي سرتېري پاتې شي.

حقيار وايي: ((امريکا غواړي چې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر کم کړي او د زياتو تلفاتو مخه ونيسي او د همدې لپاره غواړي، چې افغانان را وپاروي او د ډېرو سرتېرو د وتلو پلمه پيدا کړي.))

د سياسي چارو کارپوه استاد حبيب الله رفېع هم وايي، چې امريکا په دې ډول ځان ته قانونيت او عزت لټوي، چې افغانان ترې په خپله د وتلو غوښتنه وکړي.

دى دغه راز وايي، دغه لومړى ځل نه دى، چې امريکايي سرتېري په افغانستان کې جنايت ترسره کوي، بلکې د دوى له راتلو سره سم د ملکي خلکو وژنې او د افغانانو دين او کلتور ته سپکاوى پيل شوى دى.

استاد رفېع زياته کړه، دا هم له امکان څخه لرې نه ده، چې کېداى شي ياد امريکايي سرتېرى، چې ملکي وګړي يې و وژل، په نشه اخته وي او يا رواني ناروغي ولري.

نوموړي د امريکا له حکومته وغوښتل، چې ياد سرتېري ته بايد د اعدام سزا ورکړي.

خو د سياسي چارو کارپوه محمد يونس فکور بيا وايي، چې هر عمل او هره پديده جانبي عوارض لري او په افغانستان کې د جګړې جانبي عوارض د دې ډول پېښو رامنځ ته کېدل دي.

د هغه په وينا، دا، يا دې ته ورته عملونه ښايي په افغانستان کې د امريکا د پاليسۍ او سياست محصول نه وي.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې له څرنګوالي څخه معلوميږي، چې ياد سرتېرى په نورمال حالت کې نه و او په رواني ناروغۍ اخته دى.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.