کابل (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د افغانستان د علماوو شورا، په کندهار کې د امريکايي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو وژنه په کلکه وغندله، د عاملينو د علني محاکمې او هغو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
امريکايي ځواکونو دوه ورځې مخکې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې په څلورو کورونو کې ١٦ ملکي وګړي و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا نن (د کب ٢٣ مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياد عمل غير انساني او وحشيانه عمل بللى دى.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې د امريکايي ځواکونو، د وژل شوو بې ګناه ماشومان، ښځينه او نارينه و مړي، له وژلو وروسته په اور سوځولي دي.
د علماوو شوار په اعلاميه کې راغلي: ((د افغانستان د علماوو سراسري شورا يو ځل بيا پر امريکايي مسوولو چارواکو غږ کوي، چې نور دغه مظلوم کړېدلی او ازمويل شوی مسلمان ملت په ازموينه کی وانه چوي، که چېری د دغه مظلوم او قهرمان ولس د قهر او انتقام څپه را وپارېده بيا به ئې مخنيوى او کنټرول د هېچا په وس کی نه وي او د عواقبو مسووليت به يې هم د دوی پر غاړه وي.))
د علماوو شورا وايي، که امريکا غواړي چې حالات هغه حد ته ونه رسېږي، چې کنټرول يې ناشونی شي، هر څه ژر دې د پېښې عاملين په علني ډول محاکمه او مجازات کړي.
د غه راز په اعلاميه کې له امريکا څخه په کله غوښتنه شوې، چې په راتلونکي کې دې د ملکي وګړو له وژنو ډډه وکړي او د بګرام زندان ټولې چارې دې په بشپړه توګه ژر، افغاني مسوولو چارواکو ته وسپاري.
په اعلاميه کې راغلي، چې امريکا دې د افغانستان خپلواکۍ، ملی حاکميت او د ملت ديني اساساتو ته په درناوي سره دې د شپنيو او خپل سرو علمياتو د بندېدو تړون د افغان دولت له مسوولينو سره لاسليک او عملي کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن