مزارشريف (پژواک ٢٥کب ٩٠): د پامير زون قوماندانۍ وايي چې په شمال کې د تېر يو کال په اوږدو کې په څه باندې سلو عملياتو کې نږدې څلور سوه وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۳۰۳ پامير زون قوماندان جنرال بابه جان د کب په ۲۵مه، د نوي کال لپاره د چمتووالي په اړه خبري ناسته کې وويل، چې د شمال او شمال ختيځ په نهو ولايتونو کې د تېر يو کال په اوږدو کې ۱۰۲ عملياتونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې ۳۳۰ وسلوال مخالفين وژل شوي او ۶۶ نور دي.
نوموړي زياته کړه، چې ۴۰ عملياتونه يې خپلواک او له ملي اردو او ايساف سره په ګډه يې ۶۲ عملياتونه ترسره کړي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د دولت ۱۹۹ وسلوال مخالفين نيول شوي او ۷۷۲ بېلابېل ډول وسلې يې هم ترلاسه کړې دي.
جنرال بابه جان وويل، څه باندې ۳۰۰ ماينونه او ۱۳ ځانمرګي واسکټونه يې هم نيولي دي، چې له مهماتو د دولت ضد تخريبي عملياتو کې ګټه اخيستل کېده.
نوموړي زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې د دولت ۷۵۲ مخالفين له ۴۳۲ ميله وسلو سره د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.
د هغه په وينا، په تېر يو کال کې يې د شمال په نهو ولايتونو کې د هيريينو د جوړونې ۷ فابريکې له منځه وړي او څه باندې دوه زره کېلوګرامه نشه يي توکي يې نيولي دي.
د ۳۰۳ پامير زون قوماندان د نوي کال راتګ ته چمتووالی وښود او ډاډ يې ورکړ، چې سږ کال به د نوروز مېله له کومې امنيتي ستونزې پرته ونمانځل شي.
هغه وويل، چې د نورو کلونو په پرتله د نويو امنيتي تدابيرو په برخه کې يې ۱۶۰۰ اضافي ځواکونه ګومارلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د امنيت د ډاډ لپاره يې له ښار څخه درې کمربندونه تاو کړي دي.
له بلې خوا د مزارشريف اوسېدنکي د نوي کال د مراسمو پر مهال د امنيت په اړه ډاډه ښکاري او وايي، چې د نوروز مېلې به ښې تېرې شي.
د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي ۴۵ کلن محمد خالد پژواک ته وويل، چې سږ کال له ډېر وړاندې امنيتي ځواکونه د ښار په سړکونو کې ليدل کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((تر دې وخته خو کومه امنيتي ستونزه نه ده ليدل شوې، ممکن سږکال د نوروز مېله ښه ترسره شي.))
د پامير ۳۰۳ زون قوماندان جنرال بابه جان وويل، چې پوليس د تعليم او وسلو له پلوه مجهز دي او راروان کال د ننګونو پر وړاندې به ښه مقابله وکړای شي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن