کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې د دولت د ١١ وسلوالو مخالفينو د وژلو او ١٢ نورو د نيولو خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د کب ٢٥مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، راغلي چې دغه وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، هلمند، اروزګان، لوګر، پکتيکا او هرات ولايتونو کې د ملي پوليسو په عملياتو کې وژل شوي دي.
سرچينه وايي چې دغه عمليات د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف په همکارۍ ترسره شوي او د ١٢ وسلوالو مخالفينو د نيولو ترڅنګ ، شپږ کلاشينکوفونه، يو راکټ، دوه ميله ډول ډوله وسله، د سپکو وسلو ٣٠٠ مرمۍ، پنځه ماينونه، پنځه لاسي بمونه، دوه مخابرې، شپږ کيلوګرامه ترياک او يو موټر سايکل هم ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ملي پوليسو تېره ورځ د وسايطو ضد څلور ماينونه، درې لاسي بمونه او له چاودېدونکو توکو يوه ډکه پنځه کيلويي بوشکه، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا د ننګرهار، تخار، کندهار، غزني او خوست ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پر ځاى شوي وو، هم کشف او شنډ کړي دي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې د ٢١٥ ميوند قول اردو او ايساف ځواکونو په دوو جلا عملياتو کې ٤٩ کيلوګرامه چرس، درې کيلو ترياک، پنځه بورۍ د هيرويينو پوډر، ١٠ بېلره تېزاب ترلاسه او د هيرويينو دوه کارخانې ړنګې شوې دي.
سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې د پرسونل ضد ١٢ ماينونه، يو ٨٢ ملي متري توپ، دوه ار پي جي راکټونه، دوه کلاشينکوفونه، ١٨ مخابرې، يو ثريا ټېلېفون، د مخابرې شپږ بطرۍ، ١٩ موټر سايکلونه او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
د دفاع وزارت زياتوي، چې د امنيتي دندو پر مهال د هرات ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور منسوبين د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوي او درې نور په همدې ولسوالۍ او د کندهار ولايت په ميوند او د اروزګان ولايت په چوره ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن