ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې درې تنه مړه شول

په بېلابېلو پېښو کې درې تنه مړه شول

author avatar
17 Mar 2012 - 12:11
په بېلابېلو پېښو کې درې تنه مړه شول
author avatar
17 Mar 2012 - 12:11

بازارک-تالقان (پژواک ٢٧ کب ٩٠): په پنجشېر ولايت کې د واورې ښويېدنې او په تالقانو ښار کې د چت د لوېدو له امله درې تنه مړه شول.

د پنجشېر د والي وياند حامدروشن پژواک ته وويل، چې د ياد ولايت د پريان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې شاوخوا ٢٠برفکوچونه راغلي دي.

د هغه په وينا، دغه واورې ښويېدنې له تېرې ورځې راهيسې دوام لري، چې په ترڅ کې يې د يوه ماشوم په ګډون درې تنه مړه او يو بل ټپي شوى دى.

د پريان د ولسوال ياور مولوي احد احدي پژواک ته وويل، چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ورياچ په کلي کې يو برفکوچ رامنځه شو.

د هغه په وينا، د يادو برفکوچونو د رامنځته کېدو له امله دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوى دى او ١٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

سرچينې څرګنده کړه، چې د ټپي روغتيايي حالت ښه دى او د سيمې د خلکو په مرسته له واورې څخه را وېستل شوى دى.

د سيمې يوه اسېدونکي بشير پژواک ته وويل، چې د تېرې اونۍ په ترڅ کې ډېره واوره اورېدلې او تېره شپه هم واوره ښويېدلې ده.

هغه زياته کړه: ((خلکو دوه مړي او يو ټپي، چې ويل کېږي شپانه دي، له واورې څخه را وېستلي او ١٠٠څاروي هم يخ وهلي و.))

د يوه بل خبر له مخې، د تخار په مرکز تالقانو ښارکې تېره شپه د باران اورېدو له امله د يوه کور چت را لوېدلى دى.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خليل احمد اسير پژواک ته وويل، چې د يادې پېښې له امله د ياد کور يو غړى مړ شوى او يو بل ټپي دى.

د هغه په وينا، دغه کور د تالقانو د ښار د خدايانو د نواباد په کلي کې نړېدلى او ټپي روغتون ته وړل شوى دى.

د تالقانو د ولايتي روغتون د نرسنګ امر ډاکټر کفايت الله صادقي پژواک ته د يادې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې د ټپي وضيعت نورمال دى او له درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوى دى.

د ياد کور يوه ګاونډي بابه جان پژواک ته وويل: ((د ياد کور چت خام و او ډېره واوره يې د غورځېدو لامل شوه.))

هغه څرګنده کړه، چې د يادې پېښې مړى او ټپي دواړه نارينه و او د پېښې په وخت کې ښځې په کور کې نه وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخار ولايت د مسوولينو په وينا، تېره اونۍ د ډېرې يخنۍ له امله په ياد ولايت کې څه باندې درې زره څاروي له منځه تللي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.