کابل ښار (پژواک ٢٨ کب ٩٠): د کابل ښار د دوولسمې حوزې د شينه بالا کلي د جومات مؤذن نن سهار د ناپېژانده کسانو لخوا په چاقو ووژل شو.
دغه مطلب د کابل ښار د پوليسو د امنيتي حوزې امر مل پاسوال وحيدالله پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.
د هغه په وينا، دغه مؤذن، چې محمداجان نومېده، نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې هغه مهال تر بريد لاندې راغى، چې د سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان وو.
سرچينې زياته کړه، چې ٥٥ کلن محمداجان د ژورو ټپونو له امله نن په ابن سينا روغتون کې ساه ورکړه.
د دوولسمې حوزې امر د وژل شوي کس د کورنۍ د غړو له خولې وويل، چې محمداجان له هېچا سره دښمني نه درلوده.
سرچينې په ډاګه کړه،چې پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده او تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن