ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توند توفان د کابل هوايي ډګر الوتنې بندې کړې دي

توند توفان د کابل هوايي ډګر الوتنې بندې کړې دي

author avatar
19 Mar 2012 - 17:44
توند توفان د کابل هوايي ډګر الوتنې بندې کړې دي
author avatar
19 Mar 2012 - 17:44

کابل ښار (پژواک ٢٩ کب ٩٠): د کابل په هوايي ډګر کې د توند توفان له امله الوتنې بندې شوي، ځينې لوحې لوېدلي، ونې ماتې شوي او په ښار کې د خلکو تګ راتګ کم شوى دى.

 دغه باد نن سهار (د کب ٢٩مه) د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې پيل شوى او تراوسه (له غرمې وروسته پنځه بجې) دوام لري.

 د کابل د هوايي ډګر عملياتي سلاکار خواجه عنايت الله صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سهار راهيسې ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې د دې توند باد له امله ځنډېدلي دي.

 هغه زياته کړه چې نن ټاکل شوې وه، دوبۍ، ترکيې، ايران، هند او پاکستان ته بهرنۍ الوتنې او کندهار او هرات ته کورنۍ الوتنې وشي؛ خو د توندو بادونو له امله وځنډول شوې.

 صديقي زياته کړه چې د دې توفان شدت له ٢٠ تر ٣٥ ميلو پورې دى، چې د الوتکو د الوتنو لپاره ستونزې راپيدا کوي.

 هغه زياته کړه: “کله چې د باد شدت کم شي او الوتکې وکولى شي په خوندي ډول والوځي، نو الوتنې به له سره پيل شي.”

 دا په داسې حال کې ده، چې د دې باد له امله په کابل ښار کې يو شمېر ونې ماتې شوي، ځينې لوحې راغورځېدلي او خلک له ستونزو سره مخ دي.

 د کابل ښار د ده افغانانو سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې له څو ساعتونو راهيسې سخت توفان روان دى او يو شمېر دوکانونه تړل شوي دي.

 هغه پژواک ته وويل: “دا چې د نوروز شپه ده او زيات شمېر خلک د سودا د اخيستو لپاره ښار ته راغلي وو، دوکاندارانو خپل دوکانونه تړلي او خلک هم د خپلو کورونو په لور تښتېدلي دي.”

 نوموړي زياته کړه، توفان دومره توند دى چې د يو شمېر دوکانونو لوحې او د ونو څانګې يې غورځولي او ښار اوسمهال تقريباً خالي شوى دى.

 حميد الله زياته کړه، چې دا توفان نن سهار پيل او له غرمې وروسته توند شوى دى او خاورې دوړې دومره زياتې دي، چې څوک نه شي کولى له شلو مترو زيات واټن وګوري.

 کابل ښاريان وايي چې د دې طبيعي پېښې له امله په ښار کې د موټرو تګ راتګ کم شوى او ګرځنده پلورونکو خپل مالونه ټول کړي دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.