ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه افغان بې پيلوټه الوتکې جوړې کړې دي

يوه افغان بې پيلوټه الوتکې جوړې کړې دي

author avatar
21 Mar 2012 - 15:32
يوه افغان بې پيلوټه الوتکې جوړې کړې دي
author avatar
21 Mar 2012 - 15:32

زرنج (پژواک ٢ ورى ٩١): د يوه افغان په لاس جوړې شوې پنځه بې پيلوټه الوتکې د نيمروز په هوايي ډګر کې والوځول شوې.

د نيمروز ولايت د اوبو او برېښنا ادارې مشر او د زرنج ښار اوسېدونکى زمرى هلالي، د پنځو ډولونو بې پيلوټه الوتکو په جوړولو بريالى شوى دى.

هغه پژواک ته وويل: ((له شپږو کلونو راپدېخوا مې په هغه طرحه کار کاوه، څو بې پيلوټه الوتکه جوړه کړم او د ريموټ کنټرول په وسيله يې والوځوم.))

هلالي زياته کړه، چې پنځه بې پيلوټه الوتکې يې په بېلابيلو سايزونو جوړي کړې دي، چې د هرې الوتکې د الوت اندازه هم له يو بل سره توپير لري.

هغه زياته کړه، چې د هغه په لاس جوړې شوې الوتکې له يو نيم تر دوو مترو اوږدوالى لري، په يوه ساعت کې له ٥٠ – ٧٠ کيلومترو پورې الوتنه کوي او تر اووه زرو مترو پورې ارتفاع اخلي، چې يو ډول يې د ١٥ کيلوګرامه وزن د وړلو توان هم لري.

ياد انجنير وويل، چې د يادې الوتکې په جوړلو کې يې کاک، لرګي او ټوکر کارولي او د ارې له يو  ماشين پرته نور موتورونه يې په خپل لاس جوړ کړي دي.

د هلالي په وينا، په يادو الوتکو کې دوه يې پټرولي دي، چې دوه لېټره ټانکۍ لري او پاتې نورې يې په قلمي بطريو پرواز کوي او په هوا کې ٢٠ دقيقې ګرځېدى شي.

هلالي زياته کړه، چې دا الوتکې د ماشومانو د لوبو د وسايلو په ريموټ کنټرولېږي.

هغه زياته کړه چې دا الوتکې د ډېرې ارتفاع اخيستلو توان لري؛ خو له سترګو پناه او کنټرول يې ستونزمنېږي.

انجنير زمري هلالي زياته کړه، په هغې الوتکه هم کار کوي چې د پيلوټ په واسطه الوځي او دمګړۍ دوه متره ارتفاع اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې دا الوتکه درې متره اوږدوالى لري او په جوړښت کې يې له بانس او کپړې څخه استفاده کړې او موتور يې د موټر ماشين دى.

هغه وويل چې هڅه کوي، څو په نږدې راتلونکي کې دا الوتکه ښه پرواز او ډېره ارتفاع واخلي.

انجنير زمرى هلالي چې ٤٥کلن دى، د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځي له برېښنا څانګې فارغ شوى دى.

هغه وويل، چې پلار يې د کابل په هوايي ډګر کې د تخنيک په برخه کې دنده درلوده.

نوموړي وويل: ((له ماشومتوبه مې الوتکې سره مينه درلوده او فکر مى کاوه چې الوتکه څرنګه جوړېږي او څنګه پرواز کوي.))

هغه پرون په داسې حال کې چې د نيمروز والي عبدالکريم براهوي او د ياد ولايت يو شمېر مسوولين موجود وو، د خپل لاس جوړې شوې پنځه ډوله الوتکې يې د نيمروز په هوايي ډګر کې والوځولې.

د نيمروز والي د هلالي د وړتيا ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دولت له داسې کسانو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.