ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال په ننګرهار کې ٢٨٣ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر کال په ننګرهار کې ٢٨٣ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Mar 2012 - 12:04
تېر کال په ننګرهار کې ٢٨٣ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Mar 2012 - 12:04

جلال اباد ( پژواک ٣ ورى ٩١ ) : د ننګرهار ولايت امنيتي ارګانونه وايي ،چې د ١٣٩٠ لمريز کال پر مهال يې٢٨٣ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او  په بېلابېلو عملياتو کې يې١٥٥٣ تنه نيولي دي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د دې ولايت د پوليسو کلنى راپور  د وري په ٣مه،د ولايت مقام ته وړاندې کړى دى.

په راپور کې راغلي، چې ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ پوليسو په بېلابېلو جنايي پېښو کې ١٢١٦ تنه نيولي او عدلي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې پوليسو د کونړ او لغمان له قوماندانيو سره په ګډه د ١٨١ پېښو ګډه څېړنه کړې او له هغو خلکو څخه يې ١٥ ميليونه ٧٣ زره پنځه سوه افغانۍ جريمه ترلاسه کړې ، چي د افغانيو پر ځاى يې نورې پيسې کارولې.

نوموړي زياته کړه،چې امنيه قوماندانۍ تېر کال ١٢٢٢٩ ټوکه د سياحت پاسپورټونه وېشلي ، چې له درکه يې بانک ته١٩٠ ميليونه او٧٠٠زره افغانۍ تحويل کړې دي.

دغه راز په ياد شوي راپور کې راغلي، چې په ١٥٣ پېښو کې پوليسو اوه ټنه او ٣٥٩ کيلوګرامه په افينو کې کارېدونکي توکي ،د هيروينو تفاله،چرس، مورفين،بنګ دانه او د خاشخاشو تخم،٤ زره او ٤٤١ليتره الکولي مشروبات او ١٥٨٨ ليتره تيزاب نيولي دي .

د راپور د معلوماتو له مخې،له دې توکيو سره دتړاو په تور ٣٣٧ شکمن نارينه او څلورې  ښځې له ٣٢ عرادې موټرو،٢١ راسه کچرو او پنځه ميله وسلې سره نيولي دي.

د ولايت مرستيال وايي ، چې تراوسه پوليسو په دغه ولايت کې٤زره او٤٢٢جريبه کوکنار اړولي او په ٢٩کمينونو کې يې ١٥٠ مخالفين وژلي، ٤٠ تنه ټپيان کړي او ٨٧تنه يې نيولي دي.

ګرديوال زياتوي ، چې تېر کال ٣٥٧٨ تنه د ملى پوليسو،٣٢٨٣ سرحدي پوليسو او ٣٥٨٧ تنه د ملى اردو  ته جذب شوي دي.

په ختيځو ولاياتو کي د سرحدي پوليسو دلومړي زون دستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل پژواک اژانس ته وويل،چې په تېرکال کې يې يودځانمرګي واسکټ ،١٢ ميله کلاشينکوفونه،٤٢ ميله تومانچي،٥١ ميله چره ييز،٨٥١٤ مختلف النوعه مهمات،٣٠ کيلو ګرامه افين،١٠٥ شاجورونه، ١٥٧٥ ليتره تيزاب،١٥٧٥ ليتره الکولي مشروبات،٢ پايي مخابرې،١٩٠ حلقې ماينونه،١٠٤ ثانيه سوز ماينونه،١٤ دانې ريموټ کنټرول ماينونه،٦٠٥ کيلو ګرامه باروت،١١٥ درې ګروپ ليزر کپسولونه،١٤ عرادې موټر ،يو اشاريه اوه سوه کيلو ګرامه  پوډر نيولي دي.

سمونوال ايوب وويل چې ددغو ټولو پېښو په تړاو يې ١٣٩ تنه هم نيولي دي.

نوموړى زياته کړه،چې له وسلوالو مخالفينو څخه يې ٩٨ تنه وژلي،١٨٥ تنه ټپيان کړي او له دوى څخه يې ٤٢ ميله مختلف النوع  وسلې هم لاسته راوړې دي.

 د يادونې ده، چي سږکال ملى او سرحدي پوليسو په امنيتي پېښو کې د خپلو وژل شويو او ټپي سرتېرو شمېره نه ده څرګنده کړې.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.