ترينکوټ (پژواک ٧ ورى ٩١): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو شوي ځانمرګي بريد کې درې دايساف او يو افغان پوليس ټپيان شوي دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې وشو.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسايکل ته په چورې ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو يوه پوځي مرکز ته نږدې چاودنه ورکړې ده.
نوموړى وايي، چې دمګړۍ دوى په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو د اروزګان دامنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان وايي چې دا ځانمرګى بريد د ايساف پر يوې ګزمې شوى، چې له امله يې درې سرتېري ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو پوليس هم ټپي شوى، خو نوموړي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل.
د سيد احمد په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي د ايساف ګزمه تعقيبوله، کله چې دغه ګزمه له بازاره ووتله، نو ځانمرګي بريد يې پرې وکړ.
د هغه په وينا، له بريد سره سم سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا کلا بنده شوه.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په چوره کې يې پر ځواکونو شوى ځانمرګى بريد مني، خو زياتوي چې په دې پېښه کې يې سرتېري نه دي وژل شوي.
ديادونې ده ، چې ايساف د خپلو سرتېرو د ټپيانو په اړه رسنيو ته معلومات نه ورکوي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن