کابل (پژواک ١٢ ورى ٩١): د هندوستان د کمپنيو کنسرسيوم او کاناډايي کمپنۍ د حاجيګک د وسپنې کان کې په ټوليزه توګه ١٤،٦ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه کوي.
د حاجيګک د وسپنې کان په باميانو ولايت کې موقعيت لري، چې له کابل ١٣٠ کيلومتره واټن لري او د ١.٨ ميليارده ټنه وسپنې اټکل په کې شوى دى.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې کان د اکتشاف او استخراج لپاره ٢٢ نړيوالو کمپنيو وړانديز کړى وو، چې له منځه يې د هندي کمپنيو کنسرسيوم (SAIL/ AFISCO) د دې کان د (ب )، (ج ) او (د) بلاکونو لپاره غوره شوې دي.
کنسرسيوم د يوه ځانګړي کار لپاره د څو شرکتونو ايتلاف ته وايي.
د کانونو وزارت چارواکي وايي، چې د کيلو ګولد ماينس (Kilo Gold Mines) په نوم کاناډايي کمپنۍ د ياد شوي کان د (الف) بلاک د اکتشاف او استخراج لپاره غوره شوې ده.
د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نړيوالو څارونکو تر څار لاندې د بين الوزارتي کمېټې د اقتصادي او حقوقي ډلې او يادو کمپنيو ترمنځ د تړون د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي.
هغه وويل، په تېرو ناستو کې دا په ډاګه شوې، چې د هندي کمپنيو کنسرسيوم او ياده کاناډايي کمپنۍ د حاجيګک په کان کې په ټوليزه توګه ١٤،٦ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه کوي.
دى وايي، تر اوسه يادو شرکتونو سره په خبرو کې روښانه شوې، چې په ياده پانګونه کې د ٨٠٠ مېګاواټه برېښنا وړتيا لرونکې حرارتي دستګاه نصبول هم شامل دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا مهال له يادو کمپنيو سره د حاجيګک له کان څخه د هېواد نورو سيمو ته د وسپنې د پټلۍ په اړه خبرې روانې دي؛ خو وروسته به يې نور جزئيات معلوم شي.
هغه زياته کړه: ((له دې امله چې دغه کان ډېر لوى دى، اړينه ده چې ورباندې ډېر بحث او غور وشي…، زموږ تېرې ناستې ښې پايلې درلودې او هيله من يو چې د وسپنې پټلۍ او نورو اړوندو مسايلو په اړه يې هم ښې پايلې ته ورسېږو.))
شهراني هيله څرګنده کړه، چې د دې کان د پراختيا او استخراج تړون د غبرګولي په دويمه اونۍ کې له يادو کمپينو سره لاسليک شي.
د يادونې ده چې په لوګر کې د عينک د مسو کان د استخراج تړون په ١٣٨٧ کال کې د افغان حکومت او د ام سى سي ( MCC) په نوم د يوه چينايي شرکت تر منځ لاسليک شوى دى.
ټاکل شوې ده، چينايي کمپنۍ په دغه کان کې چې د ١٢ ميليونه ټنه مسو د شتون اټکل په کې شوى، ٢،٨ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي. دغه راز تېر کال په مرغومي مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) تر منځ د امو سيند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون لاسليک شو.
ټاکل شوې ده، د افغانستان د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج د راتلونکي زېږديز کال تر پايه پيل او تر دوو کلونو په هېواد کې د نفتو د تصفيې دستګاه هم فعاله شي.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د هغو څېړنو له مخې چې په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا د سروې او جيولوژۍ د ادارې له خوا ترسره شوې دي، ښيي چې د افغانستان په ٣٠ سلنه خاوره کې د درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت څلور سوه کانونه او کاني ظواهر پېژندل شوي دي.
د راپور له مخې، په دغو کانونو کې د وسپنې، مسو، ډبرو سکرو، سرو زرو، نفتو، ګازو، فلزاتو، لکه ليتيوم او قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو کانونه شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه مهال په افغانستان کې د ډبرو سکرو، مرمر ډبرو او د نورو ودانيزو توکو د کوچنيو کانونو استخراج ترسره کېږي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن