جلال اباد (پژواک ١٣ ورى ٩١): د نورستان چارواکي وايي، چې د يوې نښتې په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د نورستان امنيه قوماندان جنرال غلام الله خان د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته پرون په کامدېش ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې له پوليسو سره په دې نښته کې د عبدالرحيم په نوم يو طالب قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.
د غلام الله په وينا، چې د دغه طالب سرګروپ مړى د دوى ځواکونو ترلاسه کړى دى.
د نورستان امنيه قوماندان وويل، چې د دولتي ځواکونو او وسلوالو په دغې نښته کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
دى وايي، چې ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن