ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې چاودنې ٢٣ تنه ټپيان کړل

په بغلان کې چاودنې ٢٣ تنه ټپيان کړل

پلخمري (پژواک ١٤ ورى ٩١): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوو چاودنو له مله د ١٢زده کوونکو، پنځو پوليسو او شپږو ملکي وګړيو په ګډون ٢٣ تنه ټپيان شول. 

دغه چاودنه نن سهار (د وري ١٤مه) شاوخوا اته بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شېر مارکېټ کې رامنځته شوه.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملي امنيت مدير حاجي غفار پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې لومړى په ياد مارکېټ کې د هاوان يو سروکى وچاودېداو سيمې ته د پوليسو او خلکو په رسېدو سره يو ريموټ کنټرول ماين هم وچاودېد.

هغه زياته کړه،چې د دغو دوو چاودنو په ترڅ کې  ١٢ زده کوونکي،د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جنايي مدير،له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير، د ترافيکو مدير او د ملي امنيت د دوو کارکوونکو په ګډون پنځه پوځيان او شپږ ملکي وګړي ټپيان شول.

سرچينې زياته کړه، چې ټپيان د مرکزي بغلان ولسوالۍ، پلخمري او دکندوز ولايت روغتونونو ته وړل شوي دي.

حاجي غفار زياته کړه، چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر خليل نرمګوى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته تر اوسه ١٣ ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې پوليس او د ماشومان په ګډون  ملکي کسان شامل دي.

نرمګوى د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک وباله.

يوه عيني شاهد احسان پژواک خبري اژانس  ته وويل : ” لومړۍ چاودنه کوچنۍ وه، خلک يې د تلفاتو ليدو ته راغلل او پوليس سيمې ته ورسېدل، چې دويمه چاودنه وشوه. “

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې يو شمېر پوليس او زده کوونکي ټپيان شول.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دغو چاودنو کې لاس نه لري.  

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.