ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ولايتونو ته نوي واليان وټاکل شول

څلورو ولايتونو ته نوي واليان وټاکل شول

کابل ښار (پژواک ١٥ ورى ٩١): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پر وړانديز او د ولسمشر پر منظورۍ د اروزګان، فراه، سرپل او لوګر ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند سيد انتظار خادم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې محمداکرم خپلواک د روح الامين پر ځاى د فراه او عبدالجبار حقبين د سيد انور رحمتي پر ځاى د سرپل د نويو واليانو په توګه ټاکل شوي دي.

همدارنګه نوموړي وويل، چې امير محمد اخوندزاده د محمد عمر شېرزاد پر ځاى د اروزګان د نوي والي او محمد طاهر صبرى د عتيق الله لودين پر ځاى د لوګر د والي په توګه ټاکل شوي دي.

خپلواک مخکې له دې د پکتيکا د والي په توګه دنده ترسره کړې او حقبين تر اوسه د کابل ښاروالۍ د عوايدو د عمومي رييس په توګه دنده ترسره کوله.

همدارنګه د يادونې ده، چې اميرمحمد اخوندزاده د قومونو او قبايلو چارو وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله او صبري مخکې له دې د خوست ولايت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.