ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو بهرنيانو په ګډون ١٧ وسلوال ووژل شول

د دوو بهرنيانو په ګډون ١٧ وسلوال ووژل شول

author avatar
4 Apr 2012 - 15:29
د دوو بهرنيانو په ګډون ١٧ وسلوال ووژل شول
author avatar
4 Apr 2012 - 15:29

کندهار-لښکرګاه-جلال اباد (پژواک ١٦ ورى ٩١): امنيتي چارواکو په کندهار، هلمند او کاپيسا ولايتونو کې د دوو بهرنيانو په ګډون د ١٧ وسلوالو د وژلوخبر ورکړ.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته درې ماين خښوونکي د ميوند ولسوالۍ په تېمور بند سيمه کې هغه مهال د خپلو ماينونو په چاودنو کې ووژل شول، چې پر لويه لاره يې ماينونه خښول.

هغه زياته کړه، چې د دغو درېيو ماين خښوونکو مړي امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز ته وړي دي.

 فيصل دغه راز وويل، چې درې نور ماين خښوونکي د ژېړۍ ولسوالۍ په سياه جوى کلي کې هغه مهال د ګډو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل، چې غوښتل يې په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه لاره کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي.

د ده په خبره، په دې وروستيو کې وسلوالو مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى او غواړي د ماينونو خښولو له لارې په سيمه کې خپل شتون وښيي.

دى وايي،امنيتي ځواکونو په دې وروستيوکې په بېلابېلو ولسواليوکې د وسلوالو مخالفينو لسګونه پټنځايونه او د ماينونو جوړولو فابريکې له منځه وړي او د سيمې امنيت يې خوندي کړى دى.

وسلوالو طالبانو تر دغه مهاله د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، په هلمند کې هم درې وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي پژواک اژانس ته وويل،چې پرون په ګرشك ولسوالۍ كې د كوكنارو اړولو د كمپاين پر مهال د امنيتي ځواكونو او مخالفينو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې يو تراکتور چلوونکى او دوه پوليس ټپيان شوي او د ايساف په هوايي بريد کې درې وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د ٢٠١ سېلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګروال محمد نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو سرتېرو له تېرې يکشنبې ورځې راهيسې په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د عملياتو پر مهال اته کلي له وسلوالو پاک کړي او اته وسلوال يې وژلي او ١٦ يې ټپيان کړي دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې دوه بهرني وګړي هم شامل دي، خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

نوموړي زياته کړه، چې په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو د وسلو او مهماتو مهمې زېرمې يې هم له منځه وړې دي.

ډګروال هاتفي وايي، چې په دغو عملياتو کې افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د تګاب ولسوال حکيم اخوندزاده هم پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې ٢٤ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، اته وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد عمليات به تر راتلونکې پنج شنبې ورځې پورې دوام ولري.

د هغه په وينا، له دغو عملياتو سره به په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو فعاليتونه په ټپه درېږي.

په دې اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.