ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه سيمه ييز پوليس خپل قوماندان وواژه

يوه سيمه ييز پوليس خپل قوماندان وواژه

author avatar
4 Apr 2012 - 11:31
يوه سيمه ييز پوليس خپل قوماندان وواژه
author avatar
4 Apr 2012 - 11:31

کندوز (پژواک ١٦ ورى ٩١): په کندوز ولايت کې يوه سيمه ييز پوليس خپل قوماندان له يوه بل کس سره وژلى او بيا تښتېدلى دى.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د چهاردرې ولسوالۍ د ميرشېخ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوه.

د چهاردرې ولسوال عبدالمومن عمرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيمه ييز پوليس خپل قوماندان احمدضياء له يوه بل پوليس سره يو ځاى په امنيتي پوسته کې د خوب په حالت کې وژلى دى.

عمرخېل وايي، چې هغه له خپلې وسلې سره تښتېدلى او معلومه نه ده، چې چېرې تللى، خو امنيتي ځواکونه يې په لټه کې دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې احمدضياء د اربکيانو قوماندان وو، چې له دوو نورو اربکيانو سره يو ځاى د خپل کس له خوا وژل شوى او بيا هغه له طالبانو سره يوځاى شوى دى.

هغه ونه ويل، چې له طالبانو سره يو ځاى شوى کس له دوى سره اړيکې درلودې او که نه.

د سيمې يو اوسېدونکى محمد دين وايي: ((موږ د شپې ويده وو، چې د ډزو غږ واورېدل شو او غږونه راپورته شول، سهار چې جومات ته تلم، خلکو ويل چې قوماندان ضياء وژل شوى دى.))

دى وايي، چې هغه دغه قوماندان پېژانده او له خلکو سره يې ښې اړيکې وي.

د يادونې ده، چې يوه سيمه ييز پوليس د وري په ١١مه شپه خپل ٩ ملګري په يحيى خېلو ولسوالۍ کې په يوه پوسته کې ووژل او په خپله وتښتېد.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.