اسلام اباد (پژواک ١٦ ورى ٩١): د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې د يوې چاودنې له امله اوه تنه وژل شوي دي.
په خيبر ايجنسۍ کې يوه پاکستاني چارواکي عصمت الله د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د شاکس په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ريموټ کنټرول په وسيله دغه چاودنه د ملکي وګړو د سپرليو پر يوه موټر شوې، چې له امله يې اوه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا، ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د قسمت اپرېدي په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او د سپرليو موټر هم بشپړ ويجاړ شوى دى.
د چاودنې مسووليت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې درې مياشتې مخکې د خيبر ايجنسۍ د جمرود په يوه جامع جومات کې د ځانمرګي بريد له مله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن