ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محاذ ګوند: پير ګيلاني د سولې عالي شورا له رياست څخه انکار نه دى کړى

محاذ ګوند: پير ګيلاني د سولې عالي شورا له رياست څخه انکار نه دى کړى

author avatar
5 Apr 2012 - 13:42
محاذ ګوند: پير ګيلاني د سولې عالي شورا له رياست څخه انکار نه دى کړى
author avatar
5 Apr 2012 - 13:42

کابل (پژواک ١٧ ورى ٩١): د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې مشر يې د سولې د عالي شورا له رياست څخه انکار کړى دى.

د ملي اسلامي محاذ ګوند له خوا د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې اړه په ځينو رسنيو کې ناسم راپور خپور شوى، چې ګواکې د ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني د سولې د عالي شورا له رياست څخه انکار کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مطبوعاتي څانګه دغه خبر له حقيقت څخه لرې او بې بنسټه بولي او په کلکه يې ردوي.))

ملي محاذ ګوند ويلي، ځينې کړۍ شته چې په هېواد کې د سولې دغه روانه پروسه يې له خنډونو او ننګونو سره مخ کړې ده.

د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د تېر کال د وږي د مياشتې په ٢٩مه ماښام مهال د يو تن له خوا، چې ويل کېدل د طالبانو د سولې پيغام يې راوړى و، د کابل ښار په وزير محمداکبر خان مېنه کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.

له دې نېټې راهيسې د سولې عالي شورا مشر نه لري او په دې وروستيو کې د دې شورا د نوي مشرتابه لپاره ولسمشر حامد کرزي سلا مشورې کولې.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي څو ورځې مخکې پژواک اژانس ته ويلي و، چې د ولسمشر مشورې وروستي پړاو ته رسېدلې دي او ډېر ژر به د سولې د عالي شورا مشر اعلان کړي.

ويل کېږي چې د سولې د عالي شورا د مشرۍ لپاره جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي، د محاذ ملي ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني او د برهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني کانديد دي.

د سولې د عالي شورا يوه غړي محمداسماعيل قاسميار که څه هم پژواک ته د نوي رييس د نوم په اړه معلومات ورکول له وخته مخکې وبلل، خو د صلاح الدين رباني د ټاکنې شونتيا يې رد نه کړه.

وروسته له هغه چې د صلاح الدين رباني د مشرۍ راپورونه خپاره شول، حضرت صبغت الله مجددي د احتجاج او غبرګون په توګه له ټولو دولتي دندو استعفى ورکړه.

مجددي د ولسمشرۍ ماڼۍ د شخړو د هوارۍ او له دولت سره د خلکو د اړيکو د خپلواک کمېسيون د مشرۍ ترڅنګ،د مشرانو جرګې او د سولې د عالي شورا غړيتوب هم درلود.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.