ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د قران کريم شپږ ورځنۍ دوره پاى ته ورسېده

په ننګرهار کې د قران کريم شپږ ورځنۍ دوره پاى ته ورسېده

author avatar
6 Apr 2012 - 11:22
په ننګرهار کې د قران کريم شپږ ورځنۍ دوره پاى ته ورسېده
author avatar
6 Apr 2012 - 11:22

جلال اباد(پژواک ١٨ ورى ٩١ ):د جمعيت اصلاح ، د جلال اباد څانګې لخوا په لاره اچول شوې د قرآن پوهنې شپږ ورځنۍ دوره نن  پای ته ورسېده.

 د دې دورې موخه په ټولنه کې د قرآن کريم د لارښوونو عامه ول او په خلکو کې د اسلام صحيح پوهه پېدا کول دي.

دغه دوره ، چې د جلال اباد ښار په عيدګاه جومات کې تېره يکشنبه پيل شوې وه، لسګونه زره نارينه او ښځينه   مينه والو په کې ګډون درلود.

د جمعيت اصلاح له دفتر څخه په يوه رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفتر يې هڅه کوي ، چې د راتلونکي نسل د سالمې روزنې او د يوې ښې ټولنې د رامنځته کولو لپاره د نارينو ترڅنګ د ښځينو لپاره هم علمي او روزنيزې اسانتياوې برابرې کړي.

په خبر پاڼه کې راغلي،چې په دغه شان پروګرامونو کې ګډون به په ښځو کې د دين په اړه د پوهې کچه لوړه او په ټولنه کې به ډيرې مثبتې اغېزې ولري.

د قرآن پوهنې د دورې يوې ښځينه ګډونوالې، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل: (( زه دومره خوشحاله يم لکه کعبې ته چې راغلې يم. ))

نوموړې وويل،دا يې  لومړی ځل دی ،چې په  دغسې يوه پروګرام کې ګډون کوي.

دغې ګډون والې زياته کړه :((زه له هغه چا څخه چې دا پروګرام يې برابر کړی ، ډيره مننه کوم او هيله لرم ، چې په راتلونکي کې هم دغسې پروګرامونه په لاره واچوي.))

هغې وويل ، چې د قرآن پوهنې په دې دوره کې په ډير شوق سره د خلکو ګډون کول د دې خبرې ښکارندوی دي، چې خلک د دين پوهې ترلاسه کولو ته ليواله دي، چې له امله به يې په ټولنه کې ښې پايلې څرګندې شي.

د يادونې ده ، چې جمعيت اصلاح يو ټولنيز سازمان دی، چې د فرد، کورنۍ او ټولنې د اصلاح لپاره له څو کلونو راهيسې د کابل په ګډون د هېواد د بېلابېلو سيمو ترڅنګ  په ننګرهار ولايت کې هم فعاليت کوي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.