ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو له توکو بار کانټينرونه ورک شوي

په پاکستان کې د افغان سوداګرو له توکو بار کانټينرونه ورک شوي

author avatar
7 Apr 2012 - 16:34
په پاکستان کې د افغان سوداګرو له توکو بار کانټينرونه ورک شوي
author avatar
7 Apr 2012 - 16:34

کابل (پژواک ١٩ورى ٩١): په تېرو دوو اونيو کې په پاکستان کې د افغان سوداګرو ٧ کانټينر توکي ورک شوي او دغه کار د دې لامل شوى چې افغان سوداګر د پاکستان له لارې د توکو رالېږد ٦٠ سلنه کم کړي.

دا څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خان جان الکوزي نن (د وري ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې د پاکستان په خاوره کې د افغان سوداګرو د توکو د ورکېدو ستونزه له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې پيدا شوې ده.

دى وايي، چې په دې موده کې د افغان سوداګرو ١٢ کانټينره توکي افغانستان ته د لېږد پر مهال د هغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورک شوي وو.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د افغان سوداګرو تر شکايتونو وروسته د پاکستان پوليسو د پلټنو په پايله کې پنځه کانټينره ورک شوي توکي ترلاسه او اړوند سوداګرو ته يې وسپارل.

دغه راز د سرچينې په وينا، پاکستاني پوليسو ويلي، چې په دې اړه يې څو تنه نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

خو د الکوزي په وينا، د افغان سوداګرو ٧ کانټينره توکي، چې ټوکر، مبلايل، بوره، غوړي او نور خوراکي توکي په کې شامل دي، لا تر اوسه نه دي موندل شوي.

دى وايي، چې هر کانټينر ورک شوي توکې په اوسط ډول له ١٠٠زره تر ١٥٠زره امريکايي ډالرو ارزښت لري.

هغه په دې اړه، چې دغه توکي څنګه ورک کېږي؟ وويل:((د پاکستاني ترانسپورټي شرکتونو ډريوران له کانټينرونو څخه توکي خالي کوي، پلوري يې، موټر په بله سيمه کې پرېږدي او ځي.))

د الکوزي د معلوماتو له مخې، ياد ترانسپورټي شرکتونه د لېږد پر مهال د افغان سوداګرو د توکو تضمين نه کوي؛ نو ځکه دا ډول ستونزې رامنځته کېږي.

هغه زياته کړه: ((کله چې موږ له دغو شرکتونو څخه د خپلو ورک شوو توکو پوښتنه وکړو، هغوى ځواب راکوي، چې موږ خو ستاسې توکي نه دي تضمين کړي، وايي چې د پاکستان حکومت ته مو ستاسې د توکو محصول تضمين کړى.))

هغه وويل، چې د سوداګريزو توکو د تضمين موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نوي سوداګريز ترانزيټي تړون “اپټا ” د بشپړ عملي کېدو پر وړاندې له اساسي ستونزو څخه وه، چې لا تر اوسه نه ده حل شوې.

سرچينې په بشپړه توګه د اپټا تړون د نه عملي کېدو په اړه پر پاکستان نيوکه وکړه او زياته يې کړه: ((که چېرې د اپټا تړون بشپړ عملي شوى واى او زموږ د سوداګرو موټر د هغه هېواد د کراچۍ او واګه له بندرونو څخه توکي راوړي واى، اوس به دا ستونزه نه وه.))

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوى سوداګريز او ترانزيټي تړون (اپټا) په ١٣٨٩کال کې لاسليک شو.

الکوزى وايي، که څه هم د نوي تړون له مخې بايد د افغان سوداګرو موټر د پاکستان د کراچۍ او واګه بندرونو ته تګ راتګ وکړي او د افغان سوداګرو د توکو د لېږد مخه ونه نيول شي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

 دى وايي، چې اوس هم د پخوا په څېر د افغان سوداګرو موټر يواځې تر پېښوره تګ راتګ کولاى شي او له کراچۍ څخه پاکستاني شرکتونه د افغان سوداګرو توکي لېږدوي.

دى وايي، د پاکستان حکومت بايد دا زمينه برابره کړي، چې د دغه هېواد له لارې د افغان سوداګرو توکي پرته له کومې ستونزې افغانستان ته ولېږدول شي.

الکوزى وايي، چې دغه ډول ستونزې د دواړو هېوادونو پر سوداګريزو اړيکو منفي اغېز کوي.

هغه وويل، وروسته له هغه چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د توکو د ورک کېدو ستونزه راپيدا شوې، افغان سوداګرو د پاکستان له لارې هېواد ته د توکو په لېږد کې ٦٠ سلنه کموالى راوستى دى.

دى وايي، افغان سوداګرو اوس ډېره پاملرنه د ايران د چابهار بندر ته اړولې، ترڅو د اړتيا وړ ډېر توکي د دغه بندر له لارې هېواد ته راوړي.

د چابهار بندر د افغانستان د نيمروز له ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې د ايران په جنوب ختيځ کې موقعيت لري او افغانستان ته د کراچۍ د بندر په پرتله ١٠٠٠ کيلومتره لنډ دى.

الکوزي د پاکستان او افغانستان له دولتونو وغوښتل، چې په پاکستان کې د افغان سواګرو د ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي، چې ځينو افغان سوداګرو دغه وزارت ته هم شکايت کړى، چې توکي يې په پاکستان کې ورک شوي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه وزارت له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړې، چې په پايله کې يې له ورکو شوو توکو څخه يوه اندازه پيدا شول.

هغه وويل، چې دوى له پاکستاني چارواکو د “اپټيکا” غونډې د ژر جوړېدو غوښتنه کړې، تر څو د افغان سوداګرو ستونزو ته د حل لاره په کې وموندل شي.

اپټيکا د دواړو هېوادونو له استازو جوړه شوې کمېټه ده، چې د اپټا د پلي کېدو په لاره کې د شته ستونزو د لرې کولو لپاره جوړه شوې ده.

پژواک هڅه وکړه، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د توکو د ورک کېدو په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر واخلي، خو د دغه سفارت يوه مطبوعاتي مسوول غلام محمد وزيري وويل، چې د سفارت سوداګريز سلاکار په سفارت کې نشته او دى نه شي کولاى په دې اړه څرګندونې وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.