ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رسنيز مشارکت: يو شمېر کسان نه غواړي چې په هېواد کې د ولس غږ شتون ولري

رسنيز مشارکت: يو شمېر کسان نه غواړي چې په هېواد کې د ولس غږ شتون ولري

author avatar
9 Apr 2012 - 00:00
رسنيز مشارکت: يو شمېر کسان نه غواړي چې په هېواد کې د ولس غږ شتون ولري
author avatar
9 Apr 2012 - 00:00

کابل (پژواک ٢١ ورى ٩١): د افغانستان رسنيز مشارکت د يوه ازاد راډيويي بحث له لارې په هېواد کې د مدني ټولنې د فعاليتونو د پراختيا څرنګوالى او د مدني کارونو د پرمخ بيولو پر وړاندې ننګونې څېړلې دي.

د دغه ازاد بحث ګډون کوونکو،اوس مهال په قدرت کې د زورواکو کسانو له خوا د يو لړ محدوديتونو رامنځته کول او مخالفتونه په هېواد کې د مدني ټولنې نهادونو د فعاليتونو د ودې پر وړاندې خنډ بولي.

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس،د صبا نشراتي مؤسسه او د کليد نشراتي مؤسسه شامل دي، د خلکو د اړتياوو د خبر ورکولو او د رسنيو په خپلو پښو د ودرېدو په موخه تېره مياشت رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

د کليد ګروپ رييسې نجيبې ايوب د دغه مشارکت په لومړني راډيويي پروګرام کې وويل: “په داسې هېواد کې ژوند کوو، چې مدني ټولنه د هېواد په سترو پرېکړو کې تل يوې خواته پاتې شوې او د حکومت په پرېکړو کې يې ونډه نه ده لرلې.”

هغه وايي، چې په افغانستان کې له مدني ټولنې نه غلطې انګېرنې شته، چې د دغه نوم په اورېدو سره ذهنونه د انجيو ګانو په لور اوړي.

همدارنګه د مدني ټولنې د فرهنګ بنياد رييس ميراحمد جوينده، په داسې حال کې چې د مدني ټولنې ځيني نهادونه او د مدني فعاليتونو ځيني اړوند کسان يې په قوم پالنه تورن کړل او ويې ويل: “تر هغو چې د مدني ټولنې نهادونه ولسي او ملي حرکت ونخ کړي، نو هېڅ کله به په سمه لار روان نه شي.”

که څه هم جوينده د کوم ځانګړي نهاد يا شخص نوم ياد نه کړ، خو د رسنيو او مدني ټولنو په زياته همغږي، د مدني ټولنې په نهادونو کې د انجيويي او مافيايي کولتور په له منځه وړلو او د هغو کسانو د فعاليتونو په پراختيا ټينګار وکړ، چې خپلواکۍ او ولسواکۍ ته ژمن وي.

د جوينده د معلوماتو له مخې، مدني ټولنه په افغانستان کې لنډه تاريخچه نه لري.

پخوا هم په يوه نه يوه ډول موجوده وه، چې د شخړو په هوارولو او د ټولنې په اصلاح او تربيت کې يې ستر کارونه ترسره کړي دي.

جوينده د درېيو لسيزو جګړو او په هېواد کې د ټوپک سالارانو د حاکميت له امله رامنځته شوي ناورينونه د مدني ټولنې د عدم تکامل او د هغې په کړنلاره کې د بدلون د نشتوالي له امله وباله.

هغه وويل، چې مدني ټولنه تر هغو په سمه لاره روانه وه، چې په ټولنه کې قانوني جوړښت موجود و، خو کله چې د قانون پر ځاى ټوپک مسلط شو او ټولنيزه ښېرازه وشلېده، د مدني ټولنې په بڼه کې هم بدلون راغى.

هغه زياته کړه: “د مدني ټولنې پر وړاندې مخالفتونه تر ډېرو هغو کسانو کړي، چې په واک کې دي او په فساد، بې قانونيو او د شخصي ځمکو په غصب کې لاس لري.”

د دغه بحث ګډون کوونکو، مدني ټولنه د ډموکراتيکو حکومتونو او هغو کسانو ترمنځ د اړيکو پول بولي، چې د خپلو شخصي ګټو له په پام کې نيولو پرته د خلکو غږ د انعکاس لپاره په داوطلبانه توګه فعاليت کوي.

دغه ګډون کوونکي په دې اند دي، چې پخوا به د مدني ټولنې ډېرى فعاليتونه د سيمه ييزو شورا ګانو او د سيمې په کچه د قومي مشرانو له لارې ترسره کېدل.

په دې ازاد بحث کې ويل شوي، چې دغه شوراګانې د خلکو په غوښتنه ټاکل کېدې، په ټولنه کې يې اعتبار، حيثيت او واک درلود او د خلکو د ستونزو په هوارولو کې يې ځانګړى ځاى درلود.

د دغه ازاد بحث ګډون کوونکو د اندېښنې په څرګندولو سره يادونه وکړه، چې په هېواد کې د جګړې په کلونو کې دغه شوراګانې ټوپک سالارانو ته اړوندې شوې، چې په هغو کې د خلکو د غوښتنو او هيلو هېڅ انعکاس موجود نه وو.

د هغوى په وينا، د طالبانو د واکمنۍ په ړنګېدو سره مدني ټولنې خپل ځاى بيا وموند؛ خو پر وړاندې يې د هغو کسانو له خوا سختې ننګونې او مخالفتونه موجود دي، چې په حکومت کې په فساد او بې قانونيو کې لاس لري.

هغوى وويل: “دغه کسان نه غواړي په هېواد کې ولسي غږ موجود وي.”

همدارنګه د دغه ازاد بحث ګډون کوونکو د مدني ټولنې د نهادونو پر فعاليتونو نيوکه وکړه او ويې ويل: “په تېرو کلونو کې د مدني ټولنې فعاليتونه منظم نه وو، د سنت ماتونې په برخه کې کار نه دى شوى، عدالت او حقونو ته د ښځو د لاسرسي، د جنسيت د تساوي، تحصيلي او روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې بېلابېل او سنتي نظريات موجود وو.”

د دغه ازاد بحث بلې ګډون کوونکې د سولې او ډموکراسۍ لپاره د برابرۍ رييسې نرګس نهاد په تېره يوه لسيزه کې د حکومت پر کړنو د څارنې او د حکومت په پاليسيو کې د ګډون په برخه کې د مدني ټولنې ونډه د پام وړ وبلله.

هغه په دې اند ده، چې په هېواد کې د حکومت د ناغېړيو پر وړاندې د مدني ټولنې فعاليتونه د هر بل وخت په پرتله زيات دي.

نهان دا مني، چې په افغانستان کې د مدني ټولنې له نهادونو څخه د ملاتړ او د ډاډمن امنيت د نشتوالي له امله د نورو هېوادونو د مدني ټولنې له نهادونو سره د رقابت وړتيا نه لري.

هغې له پخوا نه، په ملي کچه د مدني تجربې نشتوالي ته ا شاره وکړه او ويې ويل: “په داسې يوه مملکت کې چې په هغه کې امنيت او خلکو ته ځواب ورکوونکى حکومت نه وي او د ټوپک سالارۍ فرهنګ حاکم وي، څه ډول به خپل فعاليتونه د نورو هېوادونو له مدني ټولنې سره پرتله کړو.”

له بلې خوا په دغه ازاد بحث کې د مدني ټولنې يو شمېر فعالان، حکومت د لېږد له پروسې وروسته د سيمې د هېوادونو پر وړاندې د روښانه سياست او مسؤوليتونو په برخه کې مسؤول بولي.

د ميديوتيک افغانستان د دفتر مسؤول حميد ځاځي، له دې سره سره چې ټولنيزو ارزښتونو او خلاقو ته د اعتقاد له نشتوالي يې يادونه وکړه، د هغو ستونزو يادونه يې هم وکړه، چې په تېرو لسو کلونو کې د مدني ټولنې نهادونه ورسره مخ وو.

ځاځى وايي: “پر عقايدو تحميل، د مناسب اقتصادي بازار نشتوالى، د ازادو مطبوعاتو نشتوالى او د مدني ارزښتونو پر وړاندې د ژمنو نشتوالى هغه ستونزې وې، چې په تېرو لسو کلونو کې ورسره مخ وو.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.