ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه وسلوال مخالفين ووژل شول

دوه وسلوال مخالفين ووژل شول

author avatar
13 Apr 2012 - 16:44
دوه وسلوال مخالفين ووژل شول
author avatar
13 Apr 2012 - 16:44

کلات (پژواک ٢٥ ورى ٩١): په زابل کې په دوو بېلو امنیتي پېښو کې د دولت دوه مخالف وسلوال طالبان وژل شوي او درې پولیس ټپیان دي.

د دې ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې دغه پېښې تېره شپه د زابل په سیوري او میزانې ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د وري په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیسو او بهرنیو ځواکونو تېره شپه په سیوري ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو طالبانو سره جګړه کړې ده.

د ا منیه قوماندان په خبره، د جګړې په ترځ کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او یو بل د پولیسو له لوري ژوندی نیول شوی دی.

شېرزاد وویل چې پولیسو د جګړې په سیمه کې دوه مخابرې، درې تومانچې او څه اندازه مهمات او اسناد نیولي دي.

امنیه قوماندان همدارنګه وویل، چې تېر ماښام د زابل په میزانه ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي.

هغه وویل، چې د میزانې ولسوالۍ د سپینو میراڼو له کلي سره پولیس په امنیتي ګزمه بوخت وو، چې د ریموټ کنټرول ماین په وسیله ورباندي چاودنه وشوه او درې تنه یې ژوبل کړل.

امنیه قوماندان زیاته کړه، چې ملي پولیسو تېره ورځ دوه تنه د نشه يي توکو کاروباریان، چې په کلات ښار کې يې په دایمي ډول چرس پلورل، هم نیولي او اوس تر پلټنو لاندې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تېره ورځ هم د زابل امنیتي چارواکو د سیوري او شاه جوی په ولسوالیو کې په جلا جلا عملیاتو کې د پنځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.