ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دارالامان ماڼۍ د رغولو لپاره د هلمند سوداګرو يو ميليون افغانۍ ورکړې

د دارالامان ماڼۍ د رغولو لپاره د هلمند سوداګرو يو ميليون افغانۍ ورکړې

author avatar
14 Apr 2012 - 15:42
د دارالامان ماڼۍ د رغولو لپاره د هلمند سوداګرو يو ميليون افغانۍ ورکړې
author avatar
14 Apr 2012 - 15:42

لښکرګاه (پژواک ٢٦ ورى ٩١): په هلمند کې د يوې غونډې په ترڅ کې د سيمه ييزو سوداګرو له خوا په کابل کې د دارالا مان ماڼۍ د بيارغولو لپاره تر يو ميليون افغانيو ډېرې پيسې ټولې شوې.

دغه غونډه نن (د وري ٢٦مه) د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جوړه شوې وه، چې د هلمند پر والي محمد ګلاب منګل سربېره نورو دولتي چارواكو او سيمه ييزو سوداګرو په کې ګډون کړى و.

په هلمندكې د سوادګرو د ټولنې مشر علي احمد ناصري پژواك اژانس ته وويل، چې د دوى د ټولنې لخوا پنځه سوه زره افغانۍ د دارلامان ماڼۍ د رغونې لپاره مرسته وشوه او په هڅه کې دي تر دې هم ډېر کومک ورسره وکړي.

ده هيله وښوده، چې ورکړل شوې پيسې به يې پر ځاى ولګېږي، تر څو د شتمنو خلكو او سوداګرو باور ډېر شي او په نورو ټولګټو پروژو كې هم مرستې وکړي.

د يادې ماڼۍ د رغولو لپاره د هلمند والي ګلاب منګل هم سل زره افغانۍ مرسته وکړه، چې ټول ټال په دغه غونډه كې يو ميليون او ۶۸زره افغانۍ او ۴۲۰۰ ډالر ټول شول، خو چارواكي د اټكل له مخې وايي، چې ښايي يواځې په هلمند كې د دارالامان ماڼۍ د رغولو لپاره تر لس ميليونه افغانۍ ټولې شي.

د هلمند والي محمدګلاب منګل غونډې ته د وينا پر مهال د هلمند له شتمنو خلکو وغوښتل، چې د هېواد د تاريخي سيمو په ساتلو كې پوره ونډه واخلي.

د هغه په وينا، د دارالا مان ماڼۍ د هېواد له لرغونو ماڼيو څخه ده چې دغه مهال يې رغولو ته اړتيا ده او خلك بايد له خپل توان سره سم کومک وكړي.

منګل زياته كړه: ((تر دې مهاله د دارالامان ماڼۍ د رغونې لپاره يواځې د كابل د ښاروالۍ له خوا د پيسو د راټولو هڅې پيل شوې، خو ښه به دا وي چې په ټول هېواد كې دا لړۍ پيل شي.))

د تېرې جنورۍ مياشتې په ١٥مه نېټه د کابل ښاروالۍ د ښار د يو شمېر لرغونو ودانيو د بيارغولو لپاره په يوه دولتي بانک کې د بسپنې را غونډولو لپاره رسمي بانکي حساب پرانيست.

د دارلامان او چهلستون ماڼۍ او تاجبيک تپه هغه تاريخي ځايونه دي، چې ښاروالۍ يې د افغانانو د بسپنې په پيسو د جوړولو په موخه بانکي حساب پرانيستى دى.

د يادونې ده، چې د دارلامان ودانۍ د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان او تيمورشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او په نوييمه لسيزه کې د کورنيو جګړو پر مهال سخت زيانونه ورته واوښتل.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.