ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کامدېش کې د دولت لسګونه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کامدېش کې د دولت لسګونه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Apr 2012 - 10:24
په کامدېش کې د دولت لسګونه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Apr 2012 - 10:24

جلال اباد (پژواک ٢٦ ورى ٩١): په ختيځو ولايتونو کې د ملي اردو او د نورستان چارواکي وايي، چې د کامدېش ولسوالۍ په روانو چاڼيزو عملياتو کې د وسلوالو مخالفينو تر ٦٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن شيرين اقا د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو له لوري په درې ورځنيو عملياتو کې له ٤٠ څخه تر ٥٠ پورې وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو وسلوالو مخالفينو کې د هغوى مشهور قوماندان مولوي طاهر هم شامل دى.

جګړن شيرين اقا وايي، چې د کامدېش ولسوالۍ اتيا سلنه هغه سيمې چې مخالفينو په کې شتون درلود، د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې شوې او امنيتي چارې يې سيمه ييزو پوليسو ته سپارل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي او دى نه شي ويلى، چې د ملي اردو ځواکونه به له سيمې ووځي او که به پاتې شي.

د نورستان والي تميم نورستاني پژواک ته وويل، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د کامدېش په پپړوستان، پينوز، ده بالا او ده پايين کليو کې ٢٩ وسلوال مخالفين وژل شوي، چي د ده په وينا، ګڼ شمېر يې قوماندانان دي.

د تميم نورستاني په وينا، له وسلوالو مخالفينو له دېرشو زيات  ټپيان شوي هم دي.

والي د مولوي طاهر د وژنې پخلى ونه کړ، خو زياته يې کړه چې په کامدېش کې مشهور طالب قوماندان عبدالمتين وژل شوى او مړى يې اوس هم له دولتي ځواکونو سره دى.

تميم نورستاني وويل، په پام کې لري چې چاڼيز عمليات نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

نوموړي زياته کړه، چې د کامدېش په جګړه کې يو پوليس وژل شوى او د ملي اردو څلور سرتېري ټپي شوي دي.

د ده په وينا، د پينوز په کلي کې يوه مېرمن هغه مهال ووژل شوه، چې پر کور يې د وسلوالو مخالفينو توغندى ولګېد.

والي په کلکه رد کړه، چې ګوندې له سيمې درې سوه کورنۍ کډوالې شوې دي.

ده زياته کړه، د ولسوالۍ له ځينو کليو څخه پنځوس هغه کورنۍ تښتېدلې، چې له وسلوالو مخالفينو سره يې اړيکه درلوده او يا يې زامنو د دولت پر ضد وسله پورته کړې وه.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځـواکونو مطبوعاتي دفتر هم وايي، چې د کامدېش په جګړه کې تر ٣٢ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى عمومي قوماندان جنرال جان الن په کامدېش کې د افغان کومانډو ځواکونو د عملياتو ستاينه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((د افغان کومانډو ځواکونو دغه بريالي عمليات يوه بله بېلګه ده، چې دوى کولى شي امنيتي چارې په خپله پر مخ بوځي او د امنيت د لېږد پروسه بريالۍ شوې ده.))

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې دغه ځواکونه به په راتلونکي کې هم دا ډول بريالي عمليات ترسره کړي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، د کامدېش ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې له الوتکو څخه د ملي اردو کومانډو ځواکونه د بهرنيو ځواکونو په مرسته ديسانت شوي دي.

مجاهد وويل، له درېيو ورځو راهيسې يې دېرش دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړې په وينا، په دغې جګړه کې اته طالبان وژل شوي او څلور ټپيان دي.

د يادونې ده، چې کامدېش له څلورو کلونو راهيسې د وسلوالو مخالفينو په بشپړه ولکه کې وه، چې دولتي سرتېرو ولسوالۍ ته د هوا له لارې خپل لوجستيک او اکمالات لېږدول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.