خوست ښار (پژواک ٢٧ ورى ٩١): د خوست د اوبو د تنظيم رياست چارواکي وايي، چې دوى ته په تېرو لسو کلونو کې هېڅ پرمختيايي بوديجه نه ده ورکړل شوې.
د خوست ولايت د اوبو د تنظيم رييس انجينر محمد نسيم پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې اړونده د اوبو او انرژۍ وزارت ورته هېڅ پرمختيايي بوديجه نه ده ورکړې.
نوموړي زياته کړه، چې هر کال د بوديجې غوښتنه کوي، خو وزارت يې په غوښتنه هېڅ غور نه کوي.
د هغه په وينا، وزارت يې په شفاهي ډول ورته ويلي، چې رياست يې يواځې د پروژو څخه د څارنې حق لري او بوديجه نه شي لګولی.
د ده په خبره، له همدې امله د خوست مېشتو غوښتنو ته بې ځوابه پاتی شوی او په تېرو لسو کلونو کې يې د وزارت د بوديجې څخه يوه پروژه هم نه ده پلې کړې.
خو انجينر محمد نيسم وويل: ((په خوست کې د ولايتي بيارغونې ډلې او يو شمېر نورو مرسته کوونکو موسسو په مرستو مو په تېرو دوو کلونو کې نږدې دوه ميليونه ډالر د سربندونو، ويالو او کارېزونو په جوړولو لګولي دي.))
ده زياته کړه، چې په روان لمريز کال کې يې هم د يو شمېر پروژو پروپوزلونه مرسته کوونکو موسسو ته ورکړي او تمه يې ده، چې ورسره وبه يې مني.
د خوست د ولايتي شورا رييس داود شاه مکين زوی هم وايي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په خپله برخه کې په خوست کې کار نه دی کړی.
ده وويل: ((دغه وزرات نه يواځې پروژې نه دي پلي کړي، بلکې خوست يې بيخي هېر شوی او ګومان کوم که اسمعيل خان يې وزير وي، نو خوست به د تل لپاره له انرژۍ څخه به برخې وي.))
د ده په وينا، څو ځلې يې د ياد شوي وزير سره ليدنې کتنې کړي، خو نوموړی يواځې ژمنې کوي او په عمل کې هېڅ کار نه کوي.
د خوست د مرکز اوسېدونکي انور الله محبت پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د اوبو د تنظيم رياست ته د بوديجې نه ورکول له خوست مېشتو سره لويه جفا او پر حقونو يې تېرى دى.
دی زياتوي، کله چې وزارت خپل اړونده رياست ته بوديجه نه ورکوي، نو د داسې رياست شتون څه ګټه لري، بايد لغوه شي.
د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يو قومي مشر خيرمحمد هم وايي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په خوست کې تراوسه هېڅ کار نه دى کړى.
نوموړي د ولسي جرګه پر غړيو نېوکه وکړه، چې د خپلو شخصي ګټو په موخه يې يو داسې چا ته د بيا ځل لپاره رايې ورکړې، چې تل له ځينو سيمو سره دمور او ميرې چلند کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د نشراتو مدير حبيب الله او د دفتر رييس يې په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن