ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرې ورځې په بريدونو کې د بريدکوونکو په ګډون ٤٧ تنه وژل شوي او ٦٥ ټپيان دي

د تېرې ورځې په بريدونو کې د بريدکوونکو په ګډون ٤٧ تنه وژل شوي او ٦٥ ټپيان دي

author avatar
16 Apr 2012 - 12:05
د تېرې ورځې په بريدونو کې د بريدکوونکو په ګډون ٤٧ تنه وژل شوي او ٦٥ ټپيان دي
author avatar
16 Apr 2012 - 12:05

کابل (٢٨ وري ٩١ ) : د کورنیو چارو وزارت وايي ، چې د تېرې ورځې په ډله ييزو بريدونو کې ٣٦ بريدکوونکي ، اته دولتي سرتيري او درې عام وګړي وژل شوي او ٤٠ امنيتي کسان او ٢٥ عام وګړي ټپيان دي. 

تېره ورځ شاوخوا يوه بجه وسلوالو مخالفينو د کابل په درېيو سيمو او د لوګر، ننګرهار او پکتيا په مرکزونو کې ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه وکړل .

د ننګرهار په مرکز جلال آباد او د پکتيا په مرکز ګردېز کې ياد شوي بريدونه پرون مازيګر پاى ته ورسېدل ، خو په لوګر کې يې د شپې تر دوو بجو دوام وکړ او د کابل د دارلامان پر سړک ملي شورا ودانۍ ته څېرمه او د شېرپور په سيمه کې تر نن سهاره مقاومت روان و.

دغه راز د کابل ښار د پکتيا کوټ د سيمې بريد تېره شپه اته بجې پاى ته ورسېد.

وسلوال مخالفين په کابل کې د شېرپور، د څرخي پله په پکتياکوټ او د ملي شورا مخې ته د دارالامان پر سړک په درېيو نيم کاره ودانيو کې ځاى پر ځاى شوي وو او له هغو ځايونو څخه يې پر مهمو دولتي او د يو شمېر سفارتونو په ګډون د بهرنيو ادارو پر ودانيو راکټي او د سپکو وسلو بريدونه کول.

دغه راز په ننګرهار کې وسلوالو د موټر بمونو په وسيله د ننګرهار پر ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ار ټي )او هوايي ډګر،  په ګردېز کې پر امنيه قوماندانۍ او د پوليسو د زون د مرکز پر ودانيو او په لوګر کې پر دولتي ودانيو بريدونه ترسره کړل.

د کورنيو چارو وزير سترجنرال بسم الله محمدي نن په يوه خبري ناسته کې وويل ، چې په کابل کې د بريدکوونکيو مقاومت ځکه تر نن سهاره وځنډيد، چې امنيتي ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه په عملياتو کې له احتياط څخه کار اخيست.

سرچينې زياته کړه ، چې د کابل د شېرپور په سيمه کې لوړپوړې ودانۍ ته وسلوال مخالفين په چادريو کې ننوتي و او ددې لپاره ، چې څوک پرې شک ونه کړي ، له ځان سره يې هغه ګل لېږداوه ، چې خلک يې د کوژدې په مراسمو کې کاروي.

دى وايي،چې په جلال اباد کې له بريدکوونکيو څخه يوتن ژوندى هم نيول شوى او ويلي يې دي، چې بريدکوونکي پر حقاني ډلې پورې تړاو لري.

د محمدي په وينا، بريدکوونکي له پولې هغه خوا راغلي او د ويرې خورولو په موخه يې بريدونه تر سره کړي دي .

خو د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون مشر تورن جنرال افضل امان د کابل د ١١١ فرقې له قوماندان تورن جنرال قدم شاه سهيم سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د تېرې ورځې په بريدونو کې ٣٢ وسلوال مخالفين وژل شوي او يوتن په پکتيا کې ژوندى نيول شوى دى .

دى وايي، چې د تېرې ورځې په بريدونو کې د ملي اردو درې سرتېرې وژل شوي او ١٥ ټپيان دي.

دى وايي ، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کابل کې ١٤ بريدکوونکي ، په ننګرهار کې نهه تنه ، په لوګر کې ٦ تنه او په ګردېز کې درې تنه بريدکوونکي وژل شوي دي .

د کابل د ١١١ فرقې قوماندان تورن جنرال قدم شاه سهيم وويل، چې د ملي اردو په ګډون امنيتي ځواکونو د کابل په پکتياکوټ کې د بريدکوونکيو پر وړاندې عمليات پيل کړل او د شپې په ٨ بجو ټول بريدکوونکي له منځه ولاړل.

دده په وينا، د کابل ښار د شېرپور سيمه او ملي شورا ته څېرمه سيمه کې ټول بريد کوونکي نن سهار شاوخوا اووه بجې له منځه ولاړل.

وسله والو طالبانو نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په يادو ټولو بريدونو کې د دوى ٣٠ وسله وال وژل شوي او ٢٢٠ کورنيو او بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

وسلوالو طالبانو ويلي، چې د تېرې ورځې بريدونه د دوى د پسرلنيو عمليات پيل دى.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.