ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په مرکز کې بيا بريدونه پيل شول

د لوګر په مرکز کې بيا بريدونه پيل شول

author avatar
16 Apr 2012 - 11:23
د لوګر په مرکز کې بيا بريدونه پيل شول
author avatar
16 Apr 2012 - 11:23

پل علم (پژواک ٢٨ ورى ٩١): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې پر دولتي ادارو بريدونه نن له يوې بلې ودانۍ بيا شول.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو بريد کوونکى د تېرې ورځې د بريدونو پر مهال تښتېدلى و، د اقتصاد، شهيدانو او معلولينو رياست په کرايي ودانۍ کې ځاى پر ځاى شوى او نن يې د ولايت پر ودانۍ ډزې پيل کړې.

د هغه په وينا، دغه ودانۍ هغې ودانۍ ته نږدې پرته ده، چې تېره شپه په کې درې بريد کوونکي ووژل شول او ساحه پاکه شوې وه.

روغ لېوني وويل، د دوى څېړنې ښيي، چې د بريد کوونکو له ډلې يوتن تښتېدلى او د اقتصاد رياست په ودانۍ کې ځاى پر ځاى شوى او نن يې له امنيتي ځواکونو سره بيا جګړه پيل کړه.

سرچينې زياته کړه، چې سيمه د امنيتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې ده او د يادو رياستونو مامورين هم خپلو دندو ته نه دي حاضر شوي او هڅه کوي، څو دغه بريد ژر تر ژره پاى ته ورسوي.

يوه عيني شاهد محمدانور پژواک خبري اژانس ته وويل: “پوليس د ودانۍ شاوخوا ته ليدل کېږي، خو ډزې له دواړو خواوو اورېدل کېږي.”

د هغه په وينا، ملکي خلکو ته په دې ساحه کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د امنيتي ځواکونو او بريد کوونکو ترمنځ جګړه تېره شپه دوه بجې د څلورو بريد کوونکو، د ملي اردو د درېيو سرتېرو او يوه امريکايي سرتېري په وژل کېدو او د ٩ امنيتي سرتېرو په ټپي کېدو پاى ته رسېدلې وه.

همدارنګه تېره ورځ په کابل، ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې هم د وسلوالو مخالفينو ډله ييز بريدونه ترسره شول.

د دغو بريدونو مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.