ژبه

په درونټه کې د کبانو شاهي فارم اوبو لاندې کړى

عبدالمعيدهاشمى

۲۸ وری ۱۳۹۱ - ۱۲:۱۲

Views: ۱۰۱

 جلال اباد (پژواک ٢٨ ورى ٩١): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې دکابل د سيند د اوبو د مخې اړولو او د درونټې بند د ډکېدو له امله د کب روزلو شاهي فارم اوبو لاندې کړى دى.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجينر محمدحسين ساپي پژواک ته وويل، د کب روزلو دغه فارم، چې په لس جريبه ځمکه کې يې ١٤ ستر ډنډونه درلودل له اوبو ډک شوي او له کاره لوېدلي دي.

هغه زياته کړه، دغه ٥١ کلن فارم، چې د ملت د بابا محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى و، له خټو ډک شوى او اوس د کب روزلو او ځايولو وړتيا نه لري.

د ساپي په وينا، د کابل او لغمان د سيندونو اوبو د سړک لور ته مخه کړې، چې له امله يې دغه دولتي فارم په بشپړ ډول اوبو پټ کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د فارم د رغونې هېڅ امکان نشته او په وينا يې، چې لګښت به پرې کومه ګټه ونه لري.

د کرنې رييس وويل، چې دغه بند له دوو کلونو راهيسې د وري له مياشتې تر وږي مياشتې پورې د اوبو د کچې د لوړوالي او له خټو څخه د برېښنا د بند د کاسې ډکېدو له امله په اوبو کې پټ وي.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد سيداجان عبدياني پژواک اژانس ته وويل، چې د درونټې بند د اوبو په کاسه کې جوړ شوى دغه دولتي فارم به پخوا د يوې مهمې پروژې بڼه درلوده.

سيداجان وويل، چې په ياد فارم کې به ٦زره کيلوګرامه واښه او غوښه خوړونکي کبان ساتل کېدل، چې په وينا يې تر روزلو وروسته به د کابل او کونړ سيندونو ته د نسل زياتونې په موخه دولت خوشي کول.

د هغه په وينا، دغه فارم د شاهي کورنۍ او مهمو وزارتونو د کب خوړلو اړتياوې پوره کولي، چې په وينا يې په کال کې به يې دوه ځلې توليد شوي کبان ورکول.

په درونټه کې د کب پلورونکو د اتحادي يوه مشر صابر استاد پژواک ته وويل، چې په ننګرهار کې د وطني کبانو نسل مخ په ورکېدو دى.

نوموړي زياته کړه، دوه مياشتې وړاندې د برېښنا رياست له لوري د ډنډ تشولو پر مهال سلګونه زره کبان، چې په خټو او خړو کې يې ځالې جوړې کړې وې، له منځه ولاړل.

صابر وويل، چې د درونټې ځوانان او پارک ته راتلونکي سيلانيان تل د وطني کبانو غوښتنه کوي، چې په وينا يې، يو من په ٣٦٠٠ پاکستانۍ کلدارو پلورل کېږي.

په داسې حال کې چې فارمي کبان يو من له زرو تر دوولس سوه پاکستانۍ کلدارو پلورل کېږي.

خو د پوهنتون استاد سيداجان عبديانى اوسنى دولت تورنوي، چې څو کاله پرلپسې يې د درونټې د کب روزلو شاهي فارم غير مسلکي خلکو ته د کال په ١٥٠زره افغانۍ ايجاره ورکړى و.

د يادونې ده، چې درې کاله وړاندې د دغه فارم د ملکيت پر سر د ننګرهار او لغمان د کرنو رياستونو ترمنځ ناندرۍ روانې وې، چې په پايله کې دغه فارم بې سرنوشته پاتې او له کاره ولوېد.