ژبه

د دوو لوړپوړو طالب چارواکو د وژلو دعوه وشوه

نسيم هوتک

۲۹ وری ۱۳۹۱ - ۱۹:۰۰

Views: ۲۱۶

قلات (پژواک ٢٩ ورى ٩١): د زابل چارواکي وايي چې د طالبانو له خوا د زابل لپاره نومول شوی والي او پوځي مسوول د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي.

د زابل د والي ویاند شریف ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د زابل ولایت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي ملا شرف الدین او د پوځي چارو مسوول ملا مرادخان کامل له درېیو نورو طالبانو سره، نن د کویټې ښار د سرو ناصرو په سیمه کې وژل شوي دي.

خو ناصري د يادو کسانو د وژلو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورنه کړل.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د زابل د چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا د دولت له لوري تبیلغات دي او حقیقت نه لري
نوموړي پژواک اژانس ته وویل چې د زابل لپاره د طالبانو ټاکل شوی والي او د دوي یو سیمه ییز قوماندان ملا مراد خان کامل روغ جوړ او ُپه افغانستان کې دننه دي