ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو له عامې روغتيا رياست سره د شپږو امبولانسونو مرسته وشوه

د ميدان وردګو له عامې روغتيا رياست سره د شپږو امبولانسونو مرسته وشوه

author avatar
18 Apr 2012 - 18:21
د ميدان وردګو له عامې روغتيا رياست سره د شپږو امبولانسونو مرسته وشوه
author avatar
18 Apr 2012 - 18:21

ميدان ښار (پژواک ٣٠ ورى ٩١): د ميدان وردګو له عامې روغتيا رياست سره په دې ولايت کې د ولايتي بيارغونې ډلې او ايساف ځواکونو له خوا د شپږو مجهزو امبولانسونو مرسته وشوه.

 د ميدان وردګو د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې نن په ميدان وردګو کې د ايساف ځواکونو او د ترکيې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د ٤٥٠زره ډالرو په ارزښت له عامې روغتيا رياست سره د شپږو امبولانسونو مرسته وشوه.

 د سرچينې په وينا، د عامې روغتيا رياست ته ياد امبولانسونه د ميدان وردګو د والي محمدحليم فدايي له خوا په داسې حال کې وسپارل شول، چې د ولايتي شورا رييس شېرشاه بازون، د ايساف او ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې استازو په همدې مناسب په جوړو شويو مراسمو کې ګډون کړى وو.

 خبرپاڼه وايي،چې والي د دغو امبولانسونو ورکول، خلکو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې اغېزمن وبلل او د عامې روغتيا رياست له چارواکو يې وغوښتل، چې ساتنې ته يې ډېره پاملرنه وکړي.

 د هغه په وينا، ډېرى وخت د نړيوالو له خوا زياتره پروژې له جوړېدو وروسته بيا د نه پاملرنې له امله  له کاره لوېدلې دي.

 د ميدان وردګو د عامې روغتيا رييس ډاکټر فاروق مخلص وردګ د ولايت مقام، ولايتي شورا، ايساف ځواکونو او ترکيې هېواد څخه د مننې ترڅنګ وويلې، چې  د امبولانسونو دغه مرسته په حقيقت کې د هغو لرې پرتو سيمو اړو خلکو لپاره رسېږي، چې د ژوند مناسب چاپېريال نه لري.

 د ده په خبره، دغه امبولانسونه ټولې هغه اسانتياوې لري، چې د يوه ناروغ لپاره د لېږد پر مهال اړينې وي.

 نوموړي ژمنه وکړه، چې د ټولو دولتي ملکيتونو ساتنې او حفاظت ته به د دغو امبولانسونو په ګډون جدي پاملرنه کوي.

 د يادونې ده، چې د ايساف ځواکونو او ترکانو له خوا تېر کال د عامې روغتيا رياست سره د ۱۱ امبولانسونو د ورکړې ژمنه شوې وه، چې اوس يې شپږ ورته وسپارل او پنځه  نور به په نږدې راتلونکي کې ورکړي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.